کور / سياسي / په سياست کي کله کله داسي هم وی !

په سياست کي کله کله داسي هم وی !

دسويډن دسوسيال دموکرات گوند دمشر اولمړی وزير اولف پالمه  دقتل نه دېرش کاله تيرسول ،خو قاتل تر اوسه  پيدا نسو!

Ghamkhor غمخورپرون دسويډن دلمړی وزير اوسوسيال دموکرات گوند دمشر په قتل رسېدلودېرشمه تلين ولمانځل سو. داسي برېښی  چې دسويډن دلمړی وزير دقاتل پيدا کول له يو شمير دلايلو له مخې ستونزمن دي . خو ددې سره دوي ددې مشر په قاتل پسي گرځي،داچې کله به یې پيدا کړی خداي خبردی .خواولف پالمه  دسويدن دسوسيال دموکرات گوند يوه له هغو نوموړو مشرانو نه دی چې ددې گوند پخوانی غړی يې دا دېرش کاله  په مرگ غمجن دي .هغه په رشتياسره ديوې غوړېدلی اوپر مخ تللی سوېډنې ټولنې دجوړېدولپاره شپه او ورځ کارکاوه اوله دې سره یې علاقه لرل چې سويډن دنړۍ دهيوادونوپه کتارکي يوه له هغو هيوادونه وي چې اوسېدونکی یې دهرډول دولتی او ټولنيززو اقتصادي ،اجتماعي ،فرهنگی او سياسي امکاناتونه برخمن وي .اولف پالمه ويل ،سويډن يعنی زما زړه ، کله چي په سويډن کي ستونزه وي داپدې معنا چي زما زړه ناروغ دی  .متاسفانه سويډن اولف پالمه اوددې هيواد دبهرنيوچارو پخوانی وزيره درنه اناليدا چي داولف پالم پر قدمو یې پښه ايښودل اومادرې ځله ددې غښتلی اوپرخپل هيواد مينې سياستوالي سي سره په کنفرانسونوکي دگډون وياړ درلودپدې باورسی يم چې هغې دخپل هيواد سره ليونۍ مينه درلوده اويوه هوښياره اودژورسياسي فکرڅښتنه سياستواله وه .ځکه خوپدې ډول مرموزو بڼه  ددې ناببره ناځوانمردانه  په قتل رسېدل ددې هيواد دهراوسېدونکي لپاره هغه سوال دی چې تراوسه بې حوابه پاته دی  . 

 

اناليد دسويډن دبهرنيو چارو پخوانی وزيره  په ټولنيزو رابطوکي دومره ساده اوطبعی  سياستواله ول چې دسويډن دټولوخلکو زړونوته یې لارپيدا کړې وه .دهغې دمرگ په ورځ په رشتياسره ټول سويډن ژړل .

 

 ددې  پياوړی سياستوالي سره دلېدو دژوند يوه خاطره له دوستانوسره شرېکوم  .  يو وخت زه ستکهلم  ته نږدې په يوه ښار گوټي کي دافغانستان دسياسي مسائيلوپه هکله يوې ليدنې ته چې دنورودولتي چارواکو ترڅنگ اناليدهم وه له مالمو نه ور وبلل سوی وم .کله چي هلته ورسېدم زماسره ددو ملگرو په گډون دوه نورافغانان هم را بلل سوی وه . موږ ددې افغانانو په گډون يوه سياسي غونډه درلوده،چې ددې غونډې درې نور برخه وال همدا اوس هم ژوندی دي .ترخبرو وروسته په تفريح کي ما دافغاناني دود له مخې ددي دچايو پياله ځکه واخيستل چې پر بغل مي ناسته وه وغوښتل مې چې دپرېمينځلو په ماشين کې یې کښېږدم  ،پدې وخت کي همدې   دسويډن دبهرنيو چارو وزيره راغلل  اوراته  وېې  ويل : غمخور ه، ته نن زما مېلمه یې اوزه بايد ستا خدمت وکړم ،ضرورنده چې ته  زما دچايو پياله دپرېمينځلو په ماشين کي کښږېدې ،موږ هم مېلمه پالنه لرو  . ددې سره ددو نوروليدنو اوپه کنفرانسونوکي دگډی برخې اخيستې زياتي خاطرې راسره دي  چي په خپل وخت به یې وليکم .