کور / هراړخیز / دا لعنتي جنګ

دا لعنتي جنګ

رومان سحر

   Roman sahar رومان سحرڅلویښت کاله کیږي چې موږ په یوه داسې نامقدسه جګړه کې راګیر یو چې په سر و بر یې نه پوهیږو، څلویښت کاله کیږي چې موږ له یو بل سره په داسې جګړه اخته یو چې اصلي څښتن یې نه پیژنو، څلور لسیزې کیږي چې موږ افغانان یو بل سره وژنو، خپل وطن ورانوو.

که سړی ښه ورته ځیر شي دا اوس چې په بیلابیلو نومونو له یوبل سره جنګیږي او زموږ ژوند یې را تریخ کړی دی، ټول یوډول خلک دي او په اصطلاح د یوه آس غوږونه دي، د جګړې دواړه خواوې ځانونو ته مجاهد وایي او خپل مزاحمت او جګړې ته کله ناکله د جهاد نوم ورکوي.

طالبان ځانونو ته مجاهد وایي او د مشر خو یې هغه دی تخلص هم مجاهد دی، هغه نور چې اوس واکمن دي هغوی خو د جهاد قباله په جیب کې ګرځوي ، په اصطلاح جهادي رهبران خو د ټول ملک پریکړې کوي آن یو کوچنی قوماندان او مدیر هم د دوی له اجازې او مشورې پرته نه ټاکل کیږي، په ولایتونو او ولسوالیو کې ټول چارواکي مجاهدین او د تنظیمونو غړي دي که چیرې کوم یو د کوم خیانت له مخې له دندې ګوښه کیږي بیا نو ټولې رسنۍ او ټول رهبران چیغې پورته کوي چې مجاهدین څنډې ته کیږي او یو تنظیمي مشر خو بیا د سولې او نیکمرغي کیلي ددغو تنظیمي خلکو په جیبو کې بولي، که دا کیلي د دوی په جیب کې وي نو ولې یې نه راباسي او زموږ د بدمرغیو کلپ ولې نه پرې خلاصوي، د دغو دواړو جنګي ډلو کسان ځانونه مجاهدین بولي دوی زیاتره وخت په یوه سنګر کې یود بل ترڅنګ دریدلي او جګړه یې کړې ده، اوس یې چې ګټې سره بیلې شوې نو لارې یې هم سره بیلې شوې دي.

د دوی د اختلافونو او جګړو په اور کې زموږ خلک سوځي، ددوی د جګړو په اور کې زموږ ښکلی او ګران وطن سوځي او ورځ په ورځ پسې لولپه کیږي. دوی زموږ خلک اسوده نه پریږدي دادی وینو چې دا څو کاله یا د پردیو یا خپلو له خوا کور ورانوونکی جنګ روان دی او دا لعنتي جنګ هیڅ خلاصی نه لري.

طالبان چې کوم مجاهد چې کلونه کلونه یې د اشغالګرو روسانو پرضد جهاد کړی. شهید کړي،بیا نو وایي چې دادی فلانی مو مردار کړ او زموږ جهاد د بري په لوري روان دی، دوی چې هر ظلم کوي د جهاد سپیڅلی نوم ورکوي او ویره داده چې سبا به هم په همدې نومونو موږ وژل کیږو او وطن به مو ورانیږي جګړې ته به د دغو ټوپکیانو بهانې هیڅ نه خلاصیږي لکه څنګه چې تر اوسه نه دي خلاصې شوې.

بل پلو بهرنیان له تروریزم سره د مبارزې په نامه زموږ په کلیو او کورونو بریدونه کوي زموږ خلک په سپیو داړي، بې ګناه او بې دفاع کسان شهیدانوي او په وطن کې مو د بې اعتمادۍ فضا ورځ په ورځ زیاتوي په داسې حال کې چې دوی ښه پوهیږي چې ترهګر او د هغوی ځالې په ایران او پاکستان کې دي نه په افغانستان کې. که رښتیا په همدې نامه راغلي وي نو بیا ولې هلته نه پسې ځي.

بل خوا زموږ غرضي ګاونډیان زموږ په منځ کې ډول ډول بې اتفاقیو ته لمنې وهي، زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې مداخلې کوي چې له هیچا پټې نه دي لنډه دا چې له هرې خوا افغانان ځوریږي او ورځ په ورځ د رڼا څرک را څخه ورک کیږي.

بله خوا زموږ د حکومت مفسد چارواکي له دغه ناورين او زموږ له بدحالت څخه استفاده کوي، د خلکو ځمکې او جايدادونه غصبوي، حکومتي ادارې يې خپلې شخصي ادارې ګرځولې، څه يې چې زړه غواړي هغه کوي په حکومتي ادارو کې د رشوتونو بازار ګرم دى داسې کار به نه وي چې د رشوت له ورکولو پرته دې اجرآ شي.

نو آیا په داسې حالت کې چوپ پاتې کیدل ګناه نه ده؟ آیا دا زموږ خاوره نه ده؟ که دا زموږ خاوره وي او موږ ددې وطن بچیان یو نو ولې دومره ظلمونو او ناخوالو ته چوپ پاتې یو، او یا مو سترګې د نورو په خوا نیولې دي چې نن یا سبا به موږ ته سوله راوړي، نن یا سبا به موږ له تیارو راباسي نن یا سبا به زموږ وطن راته آبادوي، نن یا سبا به موږ د اور له لمبو بلې خواته را کشوي او زموږ ژوند به ژغوري.

لکه څنګه چې څرګنده ده میره تر مور نه وي مهربانه او پردی ویر خندنی وي، هیڅوک موږ له دغو بدمرغیو نه شي را ایستلای دا موږ یو چې دځان چاره به کوو موږ یو چې خپلو ناپایه رنځونو ته به یو درمل پیدا کوو.

راځﺉ چې سره کینو راځﺉ چې یو څه وکړو راځﺉ خپل غم پخپله وخورو ، راځي همدا نن لاس په کار شو او خپلو رنځونو ته درمل ومومو.

رومان سحر

 

 

1