کور / تازه خبرونه / د هند سفير په کندهار پوهنتون کي افغان-هند علمي څېړنيز مرکز پرانيست

د هند سفير په کندهار پوهنتون کي افغان-هند علمي څېړنيز مرکز پرانيست

د هند سفير منپريت وهرا او کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي نن سهار په کندهار پوهنتون کي افغان-هند علمي څېړنيز مرکز پرانيست.

د دغه څېړنيز مرکز د پرانيستني په مراسمو کي د کندهار پوهنتون د رئيس تر څنګ د پوهنځيو رئيسانو هم ګډون کړی وو. کندهار پوهنتون kandahar universityد کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د پوهنتون استادانو او محصلينو ته د دې علمي څېړنيز مرکز د پرانيستني مبارکي وويله او د هند له تلپاتو مرستو څخه يې مننه وکړه. 

ښاغلي عزيزي د کندهار اړتياوو ته په اشارې هيله وښوده چي دغه هیواد له کندهار سره په علمي برخه کي نوري مرستي هم وکړي. هغه زياته کړه که هند د کندهار پوهنتون لېسانس استادانو ته د ماسټرۍ او ماسټر استادانو ته د دوکتورا زمينه برابره کړي، نو دا به له کندهار سره لويه معنوي مرسته وي.

د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل وويل چي افغان-هند علمي څېړنيز مرکز د افغانستان او هندوستان د دوستي يوه بله نښه ده. هغه زياته کړه چي دغه څېړنيز مرکز د هند د سفارت او کندهار پوهنتون په ګډ مالي لګښت جوړ سوی چي ۶ زره ډالر د هند سفارت او يونيم زر ډالر کندهار پوهنتون ورکړي دي. 

نوموړی وايي په کندهار کي دغه ګډ فرهنګي تحقيقاتي مرکز په هندوستان کي د جواهر لال نهرو څېړنيز مرکز په هڅونه او د هند او افغانستان د پخوانيو سفيرانو په هڅو جوړ سو. توتاخېل زياتوي چي په دغه څېړنيز مرکز کي به د فرهنګي مشترکاتو په اړه تحقيقات کيږي او د دې تر څنګ به ورته مرکز په هند کي هم وي.

د هند سفير منپريت وهرا خوښي وښوده چي په ګډ مالي ملاتړ يې دغه تحقيقاتي مرکز پرانيست او دغه ډول علمي مرستي يې د راتلونکي نسل لپاره اړيني وګڼلې. نوموړي داراز ژمنه وکړه چي د تعليمي بورسونو په برخه کي به له کاله کندهار ته ۲۵ بورسونه ورکوي. هغه غوښتنه وکړه چي کندهار پوهنتون دي خپلو استادانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په موخه يو پروپوزل د هند سفارت ته وليږي، تر څو دوی په دې برخه کي ځانګړې مرسته وکړي.