کور / تازه خبرونه / د لوګر کابل د دوهم سړک د پخولو چاري پيل سوې

د لوګر کابل د دوهم سړک د پخولو چاري پيل سوې

د لوګر ولایت نونیاز سیمې څخه د محمداغې ولسوالۍ پورې د کابل ـ لوګر د دویم سړک د پخولو چارې نن رسماُ پیل شوې ، د پیل په مراسمو کې د ټولګټو وزیر محمود بلیغ، د لوګر والي محمد حليم فدايي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو،د مشرانو جرګې دویم مرستیال، د ولایتي شورا رئیس او غړو، د محمد اغې ولسوالۍ د محلي او انکشافي شورا غړو، د ولایتي ادارو رئیسانو،قومي مشرانو او ځوانانو برخه لرله .image

د ټولګټو وزیر محمود بلیغ په خپلو خبرو کې د کابل ـ لوګر دویم لاین سړک پخول یوه ملي او اساسي پروژه یاده کړه چې په واسطه یې  د کابل سره جنوب شرق زون نښلوي ، نوموړي د سړک د پخولو د عملي کار د پیل له امله د جنوب شرق زون او په ځانګړې توګه لوګریانو ته مبارکي ورکړه ، نوموړي وویل چې ددې سړک د دوهم فیز کار چې اوس په تدارکاتي مراحلو کې دی ډیر ژر به پیل شي ، هغه د سړک د پخولو د شرکت څخه غوښتنه وکړه چې ددې سړک چارې باید په ټاکلي وخت کې پای ته ورسوي .

د لوګر والي محمد حلیم فدايي په خپلو خبرو لومړی د لوګر ولس ته ددې سترې پروژې د عملي پیل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل چې دا پروژه د ولس ملکیت او حق دی هغه وویل زه چې کله لوګر ولایت ته د والي په توګه راغلم په خپلو خبرو کې مې وویل چې د ولس سره وعدې نه کوم اما د خدمت او کار کولو اراده لرم ، چې نن یې د یوې بیلګې عیني شاهدان یو او د اجر غوښتنه یې یوازې د لوی خدای له درباره کوو، نوموړي وویل چې د نوي کال د پیل سره په لوګر کې د اوبو رسونې پروژه هم پیل شي او تر څنګ به په لنډ وخت کې د لوګر پوهنتون لپاره يوه بله څلور پوړیزه تدریسي ودانۍ چې منظور شوې تدارکاتي چارې به یې پیل شي ، هغه زیاته کړه چې د لوګر صنعتي پارک کار هم عملاً پیل شوی او د بريښنا غزولو چارې هم په چټکۍ روانې دي، هغه د کنجک روغتون په اړه چې ساختماني چارې یې له تیرو څو کلونو په ټپه ولاړې دې وویل چې موضوع د د وزیرانو شورا او بهرنیو چارو وزارت له لورې د پاکستان هېواد سره مطرح کړې چې د د ۲۰۱۶ کال تر پایه به یې چارې پیل شي  .

نوموړي وویل هغه ځمکې چې ددې سړک پر مخ پرتې دي د استملاک د قانون سره سم به یې چارې بشپړې شي او د هیچا حق به و نه خوړل شي، هغه په ټولو لوګریانو غږ وکړ چې د دولت ملا وتړي تر څو په ګډه لوګر چې یو وخت باب العلم و او اوس باب الجهاد دی بیرته په باب العلم تبدیل کړو .

د مشرانو جرګې دویم مرستیال ډاکټر محمد اصف صدیقي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو انجینیر صاحب خان، حاجي علي محمد  شهیدي، حاجي محمد اکبر ستانکزي، د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ، د محلي شورا رئیس حاجی زلمی او د محمد اغې ولسوال سید نعیم سلطان هم په خپل نوبت ددې پروژې په ارزښت خبرې وکړې او د ولس د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

دغه سړک چې د نونیاز له سمې د محمداغې تر ولسوالۍ لومړی فیز د (۲۱) کیلومتره په اوږدولي او(۱۰) متر پلنوالی لري د یونیک بیلډرز ودانیز شرکت له لورې په پاخه او اساسي شکل په اتلسو میاشتو کې جوړیږي چې ټولټال پرې پنځه سوه اوه نوي میلونه افغانۍ لګښت راځي چې د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي