کور / تازه خبرونه / اجرایوي رئيس: په ټول هېواد کې دې د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وشي

اجرایوي رئيس: په ټول هېواد کې دې د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وشي

اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولیسو او خلکو ترمنځ په جوړه شوې مشورتي غونډه کې برخه واخیسته.

هغه دې غونډې ته په خپله وینا کې د پولیسو او خلکو ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټولې ادارې باید له پولیسو سره همکارې شي.Abdullah abdullah

اجرایوي رئیس زیاته کړه، چې د خلکو له همکارۍ پرته پولیس په خپله دندهکې بریالي کېدای نشي.

د نوموړي په وینا، چې د ملي يووالي حکومت به له ټول توان څخه په ګټنېبه هڅه وکړي، چې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په صورت کې هغوىپياوړي شي او له سياست څخه يې لرې وساتي، څو امنیتي ځواکونه اوادارې د ملي یووالي تمثیلوونکي او د هېواد ساتونکې و اوسي.

اجرایوي رئيس وویل، پولیس باید په ټولنه کې داسې وي، چې خلک یې پهلیدو سره د هوساینې او ډاډ احساس وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د امنيت ټينګښت يواځې يوه پوځي او تخنيکي خبره نهده، بلکې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نيغ تړاو لري او که خلک پهامنيتي ځواکونو باور وکړي، امنيت ټينګېدى شي.

نوموړي وویل: په کومو سيمو کې چې امنيتي مسوولين، په رښتينولۍ، ايماندارۍ، اخلاص او له توکميز چلند پرته خپلې دندې پرمخ وړي او خلکپه ازاد ډول تګ راتګ کولى شي، خپل نظرونه له امنيتي ځواکونو سرهشريکوي، هلته امنيتي وضعيت سم او چېرته چې دا ډول نه وي، هلتهامنيتي وضعيت نور هم خراب دى.

د هېواد اجرايوي رئیس د خلکو او پوليسو ترمنځ د مشورو ورکولو کنفرانسمهم وباله او له ګډونوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې دا وخت په تشريفاتيډول تېر نه کړي، د ستونزو او مسايلو په پېژندلو سره په ملي توګه چلندوکړي څو مطلوبې پايلې ته ورسېږي او له دې سره پر امنيتي ځواکونو دخلکو باور او ډاډ رامنځ ته شي.

اجرایوي رئیس غوښتنه وکړه که بېلابېلو برخو کې نيمګړتيا ويني، هغه دېخپله وګڼي او د سمون لپاره دې پاملرنه وکړي؛ خو له لومړۍ ورځې دېبنسټ په باور جوړ کړي ، روښانه او څرګندې مشورې دي ورکړي.

نوموړي وویل، د پوليسو قوماندانان او د کورنيو چارو وزير دې په پرله پسېتوګه د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو څخه پوښتنه وکړي او د هر پوليسغوښتنې او ستونزې ته دې پاملرنه وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله امنيتي مسوولينو ته په خطاب کې وويل: بايد دنده يوشخصي امتياز و نه ګڼئ ، بلکې هغه د خلکو او الله تعالى په وړاندې يوايماني او وجداني مسووليت احساس کړئ.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي مسوولانو ترمنځ د هېواد په کچه همغږياو مسوولیت پذیري له امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په برخه کې ډېر مهم اواغېزمن دي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه مکلف دي، چې د پولسو ستونزو په ځانګړي ډولهغوی، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، جدي او عملي پاملرنه وکړي.

اجرایوي رئیس زیاته کړه: د ملي یووالي حکومت رهبري هم پولیسو، دکورنیو چارو وزارت او افغانانو ته ډاډ ورکوي، هر هغه څه چې له دوی نه دملاتړ لپاره په وس کې لري، مخ نه ګرځوي.

هغه، نظم، دسپلین، د قانون مراعتول، خلکو ته الګو کېدل، خلکو او امنیتيځواکونو ته رسېدلی د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ اصلي دندې وبللې، چې باید عملي شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې کورنیو چارو وزارت رهبري باید د هېواد پهسراسر کې د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د هغه په وینا، پولیس سخته دنده پر غاړه لري، نه یوازې دا چې د ښارونوامنیت ساتي، بلکې د د جګړۍ په لومړۍ کرښه کې هم مصروف دي.

نوموړي همداراز وويل چې د امنيتي ځواکونو له کميت او کيفيت څخهراپورونه خپرېږي چې يو واقعيت دى؛ خو حکومت نه شي کولى چې يو ځل١٠ زره نوي امنيتي ځواکونه د هېواد امنيتي چوکاټ کې ځاى پرځاى شي؛ خو هغه وويل چې دا تشه د خلکو په همکارۍ ډکېداى شي.

هغه زياته کړه چې د خيالي سرتېرو او خيالي بنستونو شتون بايد له ١٥ کلونو څخه وروسته په يوه افسانه بدل شي، بايد واقعيت و نه لري او د پاىټکى ورته کېښودل شي.

نوموړي د خپلو خبرو بله برخه کې له وسايطو او تجهيزاتو څخه د امنيتيځواکونو ناوړې استفادې ته د اشارې ترڅنګ زياته کړه:" په امنيتيځواکونو کې د وسايطو او تجهيزاتو زياتوالي يوه ستونزه زېږولې ده او په لږبې باکۍ له منځه ځي."

په دې غونډه کې د پولیسو قوماندانانو، عالمانو، قومي مشرانو او د مدنيټولنو یوشمېر غړو برخه اخیستې وه.

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. (څنګه ښه چه دئ پدې وپوهيدۍ چه وخت په تشريفاتو تير نه کړو او دخلګو ومشکلاتو ته بيله کوم تبعضه تو جع وکړو تر څو وخپلو مشکلاتو ته په پوره توګه رسيدګې وکړو)زه نه پوهيږم چه په داورځ دالمر دکومي خوا راوخوت چه ګل مرجان  پر واقعت خوله پوري کړه او که دائې کومه ټوکه وکړه