کور / تازه خبرونه / جلال اباد: د هندوستان پر کونسلګرۍ بريد وسو

جلال اباد: د هندوستان پر کونسلګرۍ بريد وسو

په جلال اباد کي نن غرمه د هند کونسلګرۍ ته نژدې چاودنه وسوه او وروسته وسله والو کسانو پر کونسلګرۍ وسله وال بريد وکړ.هندوستان کونسلګري جلال اباد
د ننګرهار پوليس وايي يوه بريدګر ځان وچاودئ او پنځو نورو پر کونسلګرۍ بريد وکړ چي د امنيتي ځواکونو سره په نښته کي ټوله ووژل سول.
په دغه بريد کي ۱۶ کسه زخميان سويدي چيد هند د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د کونسلګرۍ کارکوونکو ته زيان نه دی رسيدلی.
د پېښي مسوليت تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی خو پوليس وايي چي د پېښي په اړه پلټني کوي.