کور / راپور / کندهارښار دپرمختګ او ترقۍ پرلوري ګام اخلي

کندهارښار دپرمختګ او ترقۍ پرلوري ګام اخلي

دکندهار ښاروالۍ دساختماني فعالیتونو په لړ کي نن هم دکندهار ښاروالۍ دمرستیال لخوا د ښار ددریمي ناحې اړوند په  عمومي ساحه کي دپیاده روونو د جوړېدو لړۍ رسمأ دپټۍ کندهار ښارواليپه پریکولو افتتاح کړل سول که څه هم کندهار ښاروالۍ د ښار په ۱۵ناحیو کي منظم انکشاف رامنځته کوي پرهمدې اساس یي نن د یوان هبیتات موسیسې په همکاري دپياده رونو جوړولو په لړ کي ددریمي ناحې ځیني پیاده رونه چي تازه دجوړېدو په حال کي دي دمحل او سیمي داوسېدونکو سره یوځای یي افتتاح وسو ه.

دکندهار ښاروالۍ مرستیال حاجي محمد نسیم(رضایي ) درسنیو سره په خبرو کي وویل چي ددې پیاده رونو په احاطه مخکي څه دخلګو ملکیتونه وه چي موږ مننه ځیني کوو چي دښار دپراختیا او دپیاده رونو د ښه اواساسي جوړوني لپاره یي خپل ځایونه تخلیه کړه او دښاروالۍ پلان ته یي ورکړه ترڅو په ښه توګه پکښي پلی سي همدا ډول مرستیال ښاروال د ددریمي ناحې داوسېدونکو او د یوان هبیتات موسیسې داستازو څخه ځانګړي مننه وکړه چي په دې برخه کي یي پوره همکاري ورسره کړې ده که څه هم ددریمي ناحې لپاره ۲۰ شوراګاني وجود لري ګډ کار کوي ترڅو دیوان هبیتات په همکاري اودکندهار ښاروالۍ په هلوځلو په خپلو اړوندو سیموکي دبیارغوني کارونوته زمینه برابره کړي وروسته دمحل خلګو هم دکندهار ښاروالۍ دا نیک اقدام وستایه او ژمنه یي وکړه چي ترخپله وسه به دکندهار ښاروالۍ سره دښار په پرمختګ او ترقۍ کي همکاري کوي ترڅو یو ښایسته او دبیا رغوني څخه یي برخمن ښار امنځته کړي وي .