Warning: mysql_num_fields() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home4/larawbar/public_html/wp-includes/wp-db.php on line 3096
کور / نوميالي / په افغانستان کې د بانکوالۍ بنسټګر پېژنئ؟!

په افغانستان کې د بانکوالۍ بنسټګر پېژنئ؟!

لیکوال:قاضي اسدالله(عزت)  

 دتورتمونو او بې کچې فقر پېر وو، بې وزلي اوغربت ترحد زیات وو، د امریکا کانګریس پر دې خبرې کولې، چې له افغانستان سره اړیکې پيل کړي او که نه؟ که یې پیل کړي پر کوم اساس؟.

   د ځینو سناتورانو نيوکه دا وه، چې افغانان دومره وروسته پاتې خلک دي، چې تردې مهاله بانک نه پېژني او نه کوم بانکي سیستم لري؛ ځکه خو په افغانستان کې دبانک نېټه له شخصي هلو ځلو سره پیل کېږي( د لومړي ځل لپاره حکومت) بانک نه دی پرانیستی؛ بلکې په افغانستان کې دبانک بنسټ اېښودونکی نومیالی اقتصاد پوه عبدالمجید خان زابلی وو.

   نوموړي چټکې هلې ځلې پیل کړې، څوبانکي سیستم جوړ کړي، هغه مهال دافغان دولت په خزانه کې یوازې اته زرهافغانیو شتون درلود، داقتصادي چارو مزي په ټوله معنا ویجاړوو، دهېواد ټول اقتصادي او سیاسي بنسټونه پوپنا شوي ول. دا هغه مهال وو، چې په هېواد کې نوی اوښتون منځته راغلیوو، د اقتصادي چارو د سمون او بیا رغونې له پاره اعلیحضرت نادرشاه  دهېواد نوميالی اقتصاد پوه له المان څخه راوغوښت، تر څو د هېواد په اقتصادي چارو کې ژور بدلون او سترې لاسته راوړنې راوړي. 

   دا د ملي فکر څښتن او پر هېواد مين ځوان، چې د افغان ملي بانک او افغانستان بانک بنسټ اېښودونکی دی ارواښاد عبدالمجیدخان زابلی وو.

   Da Afghanistan bank Abdul Majeed majid Zabuliعبدالمجیدخان زابلی د عبدالحکیم خان تره کي زوی په ۱۲۷۱ل.ل / ۱۸۹۶م کال د اګسټ په ۱۴نېټه دهرات په لرغوني ښار کې زېږېدلی دی، په اصل کې د زابل ولایت او په قوم تره کی وو، د ښاغلي زابلي پلار، عبدالحکیم خان تره کي له ايران او مرکزي اسيا ملکونو سره تجارت درلود. 

    د «افغان ملي بانک» او «افغانستان بانک» بنسټګر ارواښاد زابلي لومړنۍ زده کړې په هرات کې کړې او د اماني دورې(۱۹۲۰م) کې یې په مستوفیت او ګمرکاتو کې دندې ترسره کړي. په ګمرکاتوکې تر یوې لنډې مودې خدمت وروسته یې ماموریت پرېښود او د لوړو زده کړو له پاره تاشکند ته لاړ، چې بیا له هغه ځای نه یې مسکو او المان ته هم سفرونه وکړل.

  زابلي په ۱۳۰۱ ل.ل کې دخپل وارداتي اوصادراتي شرکت مرکز له هرات څخه تاشکند اومسکو ته ولېږداوه، چې نوموړي په مسکوکې داستوګنې پرمهال خپل کور دافغانستان سفارت ته په واک کې  ورکړ او دافغانستان سفارت  په کې ځای پرځای شو.

  ارواښاد په ۱۳۰۹ ل.ل کال کې  سوداګریز سهامي شرکت جوړ کړ، چې ټوله سرمایه یې ۵ ملیونه افغانۍ وه،زابلي په پوره ځیرکۍ او هېواد پالنې سره دهېواد دملي اقتصاد په غوړېدا کې مهم او رغنده رول ولوباوه. زابلي اویو شمېر نورو منځلارو روڼاندو ځوانانو داسې انګېرله، چې یوازې منځی پوړ باید په افغانستان کې زیات او پياوړی شي، چې وکړای شي اداري او اقتصادي واک په لاس کې واخلي اوپه دې ډول هېواد دپرمختګ په لور روان کړي.

   کله چې محمد نادرشاه دچارو واګي په لاس کې واخیستلېهغه وخت دی په المان کې وو او دهغه په بلنه اوبیا بیا ټینګاراروښاد زابلی هېواد ته د هرات ولایت له لارې راستون شو. په لومړي سر کې یې د هرات، کندهاراو کابل ولایتوونو له سوداګرو سره وکتل او پینځه میلونه افغانۍ يې راټولې کړې او دوه میلونه افغانۍ حکومت برابري کړې. ښاغلي زابلي د اوو میلونو افغانیو په اندازه په هېواد کې د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ له پارهپه ۱۳۱۱ ل.ل کال کې په کار پیل وکړ، چې ارواښاد په ۱۳۱۲ل.ل/۱۹۳۴م کال کې د ۹.۶ملیونه افغانیو په اندازه د«افغان ملی بانک»په تاسیسولو سره هېوادوالو ته د بانکوالۍ نظام ور وپېژاند، چې په دې سرمایه کې د خصوصي سکتور ونډه ۷۲٪ فیصده او د دولت ونډه پکې ۲۸ ٪ فیصده وه .

  نوموړي شپږ کاله وروسته (۱۳۱۸ل.ل/۱۹۳۹م کال) کې دهېواد مرکزي بانک په توګه « افغانستان بانک » تاسیسولوته لاس ور اوږد کړ او د ۱۲۰ ملیون افغانیو په اندازه یې د« افغانستان بانک » بنسټ کېښود،چی ۷۵٪ فیصده سرمایه د دولت لخوا تهیه او پاتې ۲۵٪ فیصده د ملی بانک لخوا ورکړل شوه.

   چې په همدې پانګې سره یې له (۱۳۱۱ل.ل) بیاتر( ۱۳۲۱ ل.ل)کال پورې يانې د لسو کالو په موده کې ډېرې سترې اقتصادي چارې تر سره کړې.

   زابلي په خورا مهارت سره افغانستان ته فابریکې راوړې، چې په پایله کې یې افغان ملي بانک پراختیا ومونده، افغان ملي بانک تر۱۳۶۹ل.ل پورې په کابل ښار کې اوه څانګې او دافغانستان په نورو ولایتونو کې۱۵څانګې درلودې او همدارنګه یې د پاکستان په کراچۍ، دجرمني په هامورګ، دانګلستان په انګلینډ او دامریکا په نیویارک کې هم دفترونه درلودل.

   له مسکونه کابل ته په راستنېدو سره زابلي له مطبوعاتو سره همکاري پیل کړه او په امان افغان جریده کې یې دافغانستان دتجارت او سوداګرۍ په اړه مقالې خپرې کړې، همدارنګه يو وخت ښاغلي زابلي د فرهنګيانو د تشويق لپاره له خپلو پيسو، چې په ملي بانك كې يې بېلې كړې وې، د اقتصاد جايزه هم ټاكلې وه.

   زابلي تر۱۷دزیاتو اقتصادي بنسټونو په تاسیسولو سره دملي اقتصاد په پراختیا اوغوړېدا کې مهم رول ولوباوه اوله دې لارې یې دهېواد اقتصاد پیاوړی کړ، چې دنوموړي ستري اقتصادي لاسته راوړني په لاندي ډول سره دي:

۱ــ د افغان ملي بانک تاسیسول

۲ــ د افغانستان بانک تاسیسول

۳ــ په هېواد کې د ونډيزو شرکتونو جوړول

۴ــ د قره قل د پوستكو د پراختيا او پرمختيا لپاره هلې ځلې د امريكا او اروپا بازارونو ته د قره قل د پوستكو او د وړيو د صادرولو لارې چارې برابرول

۵ــ د بغلان د قندو د فابریکې تاسیسول

۶ــ په کندهار کې د وړیو اوبدلو صنعت رامنځته کول

۷ــ په هېواد کې په لومړی ځل د سیمټو د کارخانې جوړول

۸ــ د وردګو دچک، سروبي او پلخمري د بريښنا د کارخانو جوړول 

۹ــ پلخمري او ګلبهار د نساجي فابريكو جوړول

۱۰ــ د هلمند د ناوې د پروژې جوړول 

۱۱ــ د كندز د سپين زر شركت جوړول

۱۲ــ د هېواد نړيواله سوداګرۍ د هندیانو او یهودانو له لاسه وتل د افغانۍ با ثباته کېدل، چې اوولس کاله يې ثبات ثابت و

۱۳ــ د افغانستان بانک له پاره د سرو زرو د زیرمې جوړول

۱۴ــ په هېواد کې د تقاعد او استخدام د چارو له پاره د سیستم رامنځته کول او دروغتیا دبیمې وضع کول؛

۱۵ــ د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د المان، چکوسلواکیا، پولینډ، ايټاليا، هندوستان او انګلستان سره د قرار دادنو لاسلیکول؛

۱۶ــ د لومړي ځل له پاره په هېواد کې پر عایداتو دماليې وضع کول.

۱۷ــ او په نیویارک کې د افغان امریکن ټریډنګ کمپنۍ تاسيسول.

  زابلی د صدراعظم شاه محمود خان په کابینه کې له۱۳۱۵-۱۳۲۹ل.ل کال پورې د افغانستان دملي اقتصاد وزیر وو او دخپل وزارت په بهیر کې یې دافغاني صنایعو په تېره بیا دقره قل دپوستکو دپراختیا او دپرمختیا له پاره زیاتې هلې ځلې وکړې او دامریکا او اروپا بازارونوته یې دقره قل دپوستکو او دوړیو دصادرولولارې چارې برابرې کړې. 

  زابلي په هېواد کې دکرنې اوصنعت د ودې په خاطر دځینو پروژو دجوړولو طرحې وړاندې کړې، چې دهلمند دناوې پروژه،  دبغلان دقند، دپلخمري او ګلبهار دنساجي فابریکو اودکندز دسپین زرشرکت جوړېدل دده له طرحو څخه وو. 

   همدارنګه ښاغلي زابلي د تجارت د اتاقونو په جوړولو كې هم پوره هڅه وكړه او د هغه قانون يې تدوين كړ، زابلي په هېواد کې دتجارت، بانکدارۍ او اقتصاد پر پیاوړتیا سربېره دښوونې او روزنې له ارتقا سره هم ډېره زیاته مېنه درلوده او دهمدې مینې په رڼا کې یې ترمرګ پورې دښوونې او روزنې د ارتقا دلوړ والې له پاره نه ستړې کېدونکي هلي ځلي کړې دي، چې د كابل پوهنتون د جوړولو لپاره يې دولت ته خپلې نظريې وړاندې كړې،او  همداراز یې دخوشال خان او رحمن بابا دلېسو دلیلې امکانات او مصارف هم  له خپل شخصي لګښت نه برابرکړي وو.

     زابلی دسردار شاه محمود خان په کابینه کې له یوڅه مودې کار څخه وروسته امریکا ته لاړاو د ډاکتر محمدیوسف دصدارت په وخت کې یوځل بیاهېواد ته راغی او د۱۳۴۳ل.ل کال په لویه جرګه کې، چې د اساسي قانون دجوړېدو په خاطر جوړه شوې وه ګډون وکړ.

  زابلي  د۱۹۷۰م کال په جون او جولای کې  له کاروان ورځپاڼې سره دیولړ مرکو په ترڅ کې په افغانستان کې د پلانګذارۍ معقولیت تر پوښتنې لاندې راوست او دلیل یې وړاندې کاوه، چې په افغانستان کې پلانګذارۍ تراوسه هېواد یوازې دبهرنیو پورونو تردرانه پېټي لاندې کړی دی. زابلی په دې باور و، چې یوازې په هغه څه چې داقتصادي زیربناو په نامه نومول شوي دي د ډېرې او درنې پانګونې پرځای غوره دا وه، چې افغانستان پر تولیدي پروژو د زراعت، کانو اوصنایعو په ډګر کې کار کړی وای  بیا دهغو له عوایدو څخه شونې وه، چې په عین حال کې دهېواد داقتصادي زیربناو وضع ښه کړی شي. هغه ویلي وو، چې حکومت دهېواد دښېګڼې له پاره له خصوصي پانګونو څخه دښې ګټې اخیستنې ځواک نه دی ترلاسه کړی اوخصوصي پانګې زیاتره په بې ګټو ډګرونوکې لګول شوي دي. 

    د زابلي دغو څرګندونو سردار محمد داودخان په قهرکړ او دقهر علت يې هم همدا وو، چې زابلي دافغانستان په اقتصادي پلانګذارۍ کې دمحمد داودخان معقولیت اوپوهه ترپوښتنې لاندې راوستلې وه،همدا لامل شو، چې د۱۳۵۲ل.ل کال دچنګاښ له کودتا او د دربار له قهر وروسته زابلی بیا امریکا ته لاړ اوهلته یې دماساچوست په ښار کې استوګنه غوره کړه او د۱۳۵۸ل کال په لومړیو کې یې خپل ټول غیر منقول جایداد دولت ته په واک کې ورکړ، چې په ملي مصالحو او دپوهنې په لارو چارو کې وکارول شي.

   زابلی د۱۳۷۷ل.ل کال د عقرب  په میاشت/ ۱۹۹۸م کال په نومبر میاشت کې د۱۰۶کلو په عمر دامریکا په متحده ایالاتو کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې اوپه امانت ډول سره دماساچوست په ښار کې خاوروته وسپارل شو.

   ارواښاد زابلی مخکې تر دې، چي له دي فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړې، دخپل ولس دبقا او هوساینې په موخه وصیتپاڼه پرې ايښې وه، چې دا وصیتپاڼه دزابلي دیوه معتمد کس له لوري هغه مهال، چې دطالبانو یو اته کسیز پلاوی امریکا ته تللی وو، د ارواښاد وصیتپاڼه دطالبانو پرمهال داطلاعاتو او کلتور وزارت معین عبدالرحمن هوتک ته وسپارل شوه، چې دوصیتپاڼې یوه لنډه برخه په لاندې ډول ما را اخستې ده.

الف: دهرکال په پای کې هغه پیسې، چې د ټرسټ فنډله خالصې ګټې څخه ترلاسه کېدې۲۰سل سلنه یې دټرسټ فنډ دپانګې دپراخوالي له پاره په بانک کې اېښودل کېدې اوخالص ګټه ۸۰ اتیا سلنه یې دبانک دکمېشن ترلګښتونو وروسته دکابل پوهنتون حساب ته لېږدولې.

کابل پوهنتون به هغه کلني عایدات، چې په هغه پورې یې اړه لرله په دې ډول لګول:

د ټرسټ یوپلاوی دې وټاکل شي، چې افغانستان ته راستون شوي وي، یوکس د ډاکتر بشیر زکریا له کورنۍ، یوکس دعارف غوثي له کورنۍ او درې کسه دکابل پوهنتون له استادانوڅخه، چې دکابل پوهنتون د استادانو درایو په اکثریت ټاکل شوي وي، دکابل پوهنتون له رئیس سره په ګډه دټرسټ فنډ د اتیا سلنه عوایدو اداره پرغاړه واخلي، چې دهېواد دپوهنې ودې ته ځانګړي شوي دي.

د ټرسټ فنډ مقاصد ملي وو؛ نو له همدې امله له دې وصیتپاڼې سره سم یې عواید هم په افغانستان کې دپوهنې ودې ته ځانګړي شوي دي، چې باید په لاندې ډول سره ولګول شي:

۱- په لومړي پراو کې باید ټرسټ فنډ داتیا سلنه عوایدو له مدرکه، چې تر خپلواکۍ وروسته افغانستان ته لېږدیږي، دهغو زده کوونکو له پاره یوه لیلیه جوړه شي، چې دولایتونو له لېسو څخه کابل ته دلوړو زده کړو په موخه راځي.

۲- په دې لیلیه کې دشاملېدونکو مستحوقو زده کوونکو دخوړو لګښت د ټرسټ فنډ له کلني عاید څخه اجرا کېږي.

۳- دلیلیې د ودانۍ دساتنې او څارنې لګښتونه هم له دې مدرکه ورکول کېږي.

۴- هر کال دکلنۍ بودجې په حدودو کې د ولایتونو دلېسو یو شمېر فارغان په دې لیلیه کې منل کېږي، چې دلوړو زده کړو هیله ولري اولاندېني شرایط پوره کړي:له ۱۲ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ او دکانکور په ازموینه کې بریالی پېژندل شوی وي. له یوې بېوزلې کورنۍ څخه وي.

دداسې ډول زده کوونکو څانګه هم باید دهغو له وړتیا او هیلې سره سمه وټاکل شي.

۵- له پاتې پیسو(دلیلیې دلګښتونو تر پوره کېدو وروسته) دې دټرسټ فنډ دکلنیو عوایدو په بودجه کې په بهر کې دلوړو زده کړو دچانس له پاره په لاندې ډول ګټه واخیستل شي:

ب: یو شمېر زده کوونکي، چې له خپلو اړوندو(دساینس،تکنالوژۍ،ملي اقتصاد،پوهنې،زراعت او حفظ الصحې) پوهنځیو څخه په لومړۍ درجه سره فارغ شوي وي او پوهنتون وغواړي،چې هغوی په نوموړو څانګو کې دښوونکي په توګه وروزي اوبهر ته یې دلا لوړو زده کړو له پاره ولېږي، دهغو لګښتونه دې دهمدې ټرسټ فنډ له کلنیو عوایدو څخه تمویل شي؛البته په دې شرط، چې غیرکمونستي هېوادونو یعني امریکا،لوېدیځې اروپا،جاپان اودیته ورته نورو…ته ولېږل شي.

ج:  هغه کسان، چې له دې مدرکه دهغو دزده کړو لګښتونه په بهر کې ورکول کېږي، باید ضمانت ورکړي، چې په بهر کې دزده کړو له ترسره کولو وروسته به بیرته خپل هېواد ته راستنېږي او دکابل پوهنتون له اړتیا سره سم( ۱۴)کاله به  تدریس کوي.په دې صورت کې دخدمت په لومړیو۱۲کلونوکې پرهغه ټاکلي معاش سربېره، چې له اړوندې ادارې څخه یې اخلي، هره میاشت دې زر افغانۍ د ټرسټ فنډ د عوایدو له مدرکه هم ورکړل شي.

په هغه صورت کې، چې دا ډول زده کوونکي له بهر څخه بېرته راستانه نشې، ضامن یې باید دتګ راتګ اوهلته د زده کړو لګښتونه بېرته ټرسټ فنډ ته ورکړي.

 پر زابلي باندې ځوان نسل خورا ګران وو، هغه په بېلا بېلو مسلکونو کې دځوان نسل د روزنې ملاتړ کاوه اوپه دې ترڅ کې یې خپله شخصي شتمني هم لګوله.

اروا دې ښاده وي 

پای