کور / سپورټي / منډه وهل د ټولو ورزشونو اساس او بنسټ

منډه وهل د ټولو ورزشونو اساس او بنسټ

منډه وهل

د سميع الله پام ليکنه

منډهمنډه وهل د ټولو ورزشونو اساس او بنسټ بلل کېږي، ځينې خلک مڼده يوازې د ساعتېرۍ لپاره کوي، خو ځينې نور منډه وهل یو مسلک او ورزش لپاره کوي.

په اوسنۍ ټولنه کې منډه يوازې ورزشکارانو ته پاتې ده خو ډاکټران توصیه کوي چې هر انسان ته په کار ده له منډې سره ځان عادت کړي او دغه ساده لوبه چې د ورزشونو مور بلل کېږي ترسره کړي.

منډه وهل په هر مهال ګټوره ده خو د سهار لخوا يې تر بل هر وخت اغېز ډېر دی.

د منډې وهلو ګټې:

هغه کسان چې له چاغوالي کړيږي نو په کار ده چې منډې وهلو ته مخه کړي ځکه دغه ورزش د بدن زياته انرژي سوزوي.

همدارنګه د زړه ضربان منظموي، د وينې فشار کموي، منډ، هډوکي پياوړي کوي، انسان د عصبانيت او ناراضئ څخه ژغوري، انسان په خپل نفس مطمين وي، د انسان عضالات پياوړي کوي، د تنبلۍ او لټۍ څخه انسان ژغوري، انسان د سينې له سرطان څخه ژغوري، د انسان د بدن ټول عضلات همغږي کوي، انسان يې له کبله ښه خوب کوي.

د دغو ټولو ښېګڼو له کبله دغه لوبه د المپيک او پار المپيک په سياليو کې له پخوا راهېسې شامله شوې.

د المپيک په نړيوالې کمېټه کې د لمړي ځل لپاره په 1896 ز کال کې د منډې لوبې ترسره شوې.

د دغې لوبې ښه والی دا دی چې د نورو لوبو په څېر ډېرو امکاناتو ته اړتيا نلري خو ګټه يې تر بل هر ورزش زياته ده.