کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي امنيت رياست څلور طالب جنګيالي نيولي دي

کندهار: ملي امنيت رياست څلور طالب جنګيالي نيولي دي

د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي  څلور طالبان يې چي د کندهار ولايت  په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.

 نيول سوي کسان، محمد عاقب داحمد آخند زاده زوى اصلي دهلمند Taliban arrested in NDS Kandaharولايت دکجکي ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار د درېيمي ناحيې اوسيدونکى،شريف الله  دګلالي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکى ، محمد عمر د آغا محمد زوى او عصمت الله دنعمت الله زوى اصلي او فعلي د ميوند ولسوالۍ دخوګيانو دکلي اوسيدونکی دی.

د ملي امنيت د معلوماتو له مخي دغو کسانو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او خونړي بريدونه کول، چي د ملي امنيت منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي ونيول سول.

له ملي امنيت څخه لراوبر ته په ليږل سوي ليک کي راغلي دي چي نيول سوو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.