کور / تازه خبرونه / خوست: د ۳۰م. افغانيو په لګښت ۳۴،۹ ک.م. سړکونه جوړ سول

خوست: د ۳۰م. افغانيو په لګښت ۳۴،۹ ک.م. سړکونه جوړ سول

په خوست کې پنځه سړکونه ترجوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
دنړیوال بانک په مالي مرسته دخوست ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په څه د پاسه درې دېرش مېلیونه افغانۍ لګښت باندې د (۳۴،۹) کیلومتره په اندازه  پنځه دریمه درجه سړکونه ترجغل اچولو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شول .Road construction سړک
هغه مراسم چې په همدې موخه د ګربزو په ولسوالۍ کې  نیول شوي وو، په کې دخوست د والي ترڅنګ د ولایتي ادارې د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو،د ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،دیني عالمانو،مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په سر کې د ګربزو او تڼيو ولسوالانو دخوست ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د تڼيو او ګربزو ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک چې دواړه ولسوالۍ یو له بله سره نښلوي پدې پروګرام کې شامل کړی دی .دوی د ولایت رهبر ۍ ته ډاډ ورکړ چې ولسونه یې ترڅنګ ولاړ دي او په هره برخه کې د خپل حکومت سره په بشپړ ډول همکاره دي .
د ګربزو ولسوالۍ په استازیتوب حاجي ګل احمدخان او د تڼیو په نماینده ګۍ حاجي ادم ساز خبرې وکړې .دوی پدې خوښي څرګنده کړه چې په ګربزو او تڼيو ولسوالیو کې د نورو کارونو ترڅنګ ورته  یو داسې مهم سړک جوړ شو چې  د دواړو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره به په ورځېني ژوند کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي .
دوی د ولایتي ادارې مشرتابه ته وړاندیز وکړ چې  په دغو دواړو ولسوالیو کې د ولس همکارۍ او ډاډمن امنیت ته په کتو سره دې د ذخیروي بندونو،سربندونو او استنادي دېوالونو جوړولو ته لازمه توجه وکړي .ژمنه یې وکړه چې دوی به په خپلو سیمو کې امنیت خوندي ساتي او هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړي چې د بیارغونې چارې له ستونزو سره مخامخ کړي .
د ولایتي شورا وکیل  قمرعلي لکڼوال د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د بیارغونې کارونه یې ګړندي کړي دي ، ده په خلکو غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو سره  د امنیت په تامین کې خپلې همکارۍ پراخې کړي، ترڅو په هره سیمه کې د بیارغونې لپاره ښه زمینه برابره شي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د خپلې وینا پرمهال دخوست خلک له دې امله وستایل چې  تل یې د خپل حکومت سره د پروژو د تطبیق پرمهال همکاري کړي او تر دې مهاله یې هېچا ته ددې اجازه نه ده ورکړې چې د بیارغونې چارې ټکنۍ او پروژې له خنډ سره مخامخ کړي .ده وویل که هرڅوک په خپله سیمه کې د پروژې امنیت ساتي ولایتي اداره ژمنه ده چې د متوازن انکشاف په نظر کې نیولو سره په هغه سیمه کې ګټور پروګرامونه پلي کړي .
حبیبي زیاته کړه نن د هغو پنځو سړکونو پرانېسته کوو چې (۳۴،۹) (څلوردېرش عشاریه نهه )کیلومتره اوږدوالی لري او دنړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوي دي .دده په وینا دا دریمه درجه سړکونه دي خو جوړېدل یې ځکه زیات اهمیت لري چې مختلفې ولسوالۍ او بېلابېلې سیمې یو له بله سره نښلوي .
نوموړي وویل دا سړکونه په ګربزو او تڼيو  ، نادرشاه کوټ ،اسمعیل خېلو او مندوزیو،لکڼو اود علیشېرو ولسوالیو په مختلفو سیمو کې موقعیت لري چې پنځه واړه سړکونه په یوځای ګټې اخېستنې ته سپارل کیږي .((کلېپ))
ده اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د ټولو پروژو څخه په وخت نظارت وکړي ترڅو چارې یې په ښه کیفیت سره بشپړې  او د ولسونو لپاره د استفادې وړ وګرځي .په ولسونو یې هم غږ وکړ چې د حکومت ترڅنګ دې دوی هم د پروژو له چارو نظارت وکړي ترڅو هېچاته ددې موقع پیدا نه شي چې ساختماني کارونه یې په ټيټ کیفیت ترسره کړي .
خوست والي د خپلو خبرو پرمهال د زېري په توګه وویل چې خوست ولایت  ته د روان کال لپاره (۲۷،۸) (اوه ویشت عشاریه اته ) مېلیونه امریکایي ډالره بودجه ځانګړې شوي ده چې په مختلفو سکتورونو کې په مصرف ورسیږي .
دده په وینا په منظوره شوې بودجه کې یوه هم دخوست ولایت لپاره د ملکي نړیوال هوایي ډګر لویه پروژه شامله ده چې ساختماني چارې به یې د راتلونکي میاشتې په لومړیو کې په رسمي توګه پیل شي .
حبیبي د غونډې پربرخوالو غږ وکړ چې د چاپېریال د ښکلا،شینتیا او سمسورتیا لپاره هم هره کورنۍ دې ته وهڅوۍ چې د ځنګل وهنې پرځای نوې نیالګي کېنوي  او پدې برخه کې خپله ملي وجیبه سرته ورسوي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۲-۱۳
چهارشنبه