کور / تازه خبرونه / پروان: ملي امنيت د سړي تښتوونکو د ډلي مشر او ۵ غړي نيولي دي

پروان: ملي امنيت د سړي تښتوونکو د ډلي مشر او ۵ غړي نيولي دي

د ملي امنیت لوی ریاست وايي چي موظفینو يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتوونکو یو تن مشر محمد افضل چې په تورن جنرال پیکار مشهور دی د یوې مېرمنې په ګډون دده د ډلې له پنځو تنو غړو سره باالفعل له ۲۳ میله  بېلابېلو وسلو، دوه تنډرا او بنز ډوله موټرو، جعلي پاڼو، پوځي جامو او سپینو پاسپورتونو سره نیولي دي.Kidnaping Kidnapers Parwan

لراوبر ته دملي امنيت له لوی رياست څخه په راغلي خبر کي ويل سوي چي وموړي هوډ درلود؛ د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مولوي نسیم شفق سره له اړیکو په ګټنې د پروان ولایت په مرکز کې په سړي تښتوونو، ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کړي.