کور / تازه خبرونه / اجرایوي رئیس: د سولې په پروسه کې به دیني عالمان بارزه ونډه ولري

اجرایوي رئیس: د سولې په پروسه کې به دیني عالمان بارزه ونډه ولري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا له غړو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورامشر شیخ الحدیث و القران مولوي قیام الدن کشاف په خپله ویناکې، د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو په غښتلتیا ټینګار وکړ.Dr.abdullah

هغه له اخلاقي او اداري سره د حکومت د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې حکومت باید د دې خطرناکو پدیدو پروړاندې هر څه ژر اقدام وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې له ټولو دیني عالمانو مننه وکړه، چې تلیې په حساسو شرایطو او شېبو کې مخکښ او رغوونکی رول تر سره کړی دی.

اجرایوي رئيس وویل، چې د دیني عالمان په هېڅ وړاندیز به سترګې نه پټېږي، بلکې حکومت به ورته ځانګړې پاملرنه کوي. هغه له دیني عالمانو وغوښتل، چې تل حکومت خپلومسوولیتونو او نیمګړتیاوو ته متوجه کړي.

نوموړي زیاته کړه: دیني عالمان په هر حال کې په ټولنه کېخاص او ځانګړی ځای لري. خبره یې په خلک اغېز لري او ددیني عالمانو له ملاتړ پرته د نظام استحکام ناممکنه دی؛ نو په ټولو برخو کې موږ ستاسو وړاندیزو، مشورو او نظرونو ته هرکلی وایو.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د دیني عالمانو چې د خلکو رهبري پرغاړه لري، وړاندیزونه د وضعیت د ښه والي لامل کېږي، د ټولنې د اصلاح لامل کېږي او د دې لامل کېږي، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه لاړ شي. ډاډ درکوم، چې ستاسو وړاندیزونه به بې عمله نه پاتې کېږي او پاملرنه به ورته کېږي.

نوموړي له دیني عالمانو سره ناسته د ځان لپاره ویاړ وباله او دسولې په پروسه کې یې د دیني عالمانو په ارزښتمنه او بارزهونډه ټينګار وکړ.

ده وویل: د سولې په عالي شورا کې هم د عالمانو د سرتاسريشورا غړي شته او د سولې په پروسه کې به هم دوی حضورولري.