کور / سياسي / په افغانستان کښی د امریکا پالیسی ژور بدلون ته اړتیا لری

په افغانستان کښی د امریکا پالیسی ژور بدلون ته اړتیا لری

له هغی ورځی راهیسی چی دامریکا دمتحده ایالاتو پوځی لښکری  په هیواد کښی د تروریزم او مخدره توکو  دله منځه وړلو او ښی حکومتوالۍ درامنځته کولو په پلمه دخپلو متحدینو یعنی دناټو دغړوسره افغانستان ته راغلی دی چی ۱۵ کاله تیریږی دیوی کوټلی پالیسۍ دنه درلودلو له امله نه یواځی خپلی موښی ته نه دی رسیدلی بلکه برعکس په هیواد کښی دتیر په پرتله تروریستی فعالیتونه او نا امنی زیاته شوی ده.سخي جان سالارزی sakhi jan salarzai

دتروریزم په له منځه وړلو کښی دهر هیواد دمسلحو قواوو  رول جوت دی چی زمونږ هیواد هم دهغه څخه متثنی کیدای نه شی. دامریکا دمتحده ایالاتو پالیسی ددری ګونو امنیتی قواوو یعنی ملی اردو ، ملی پولیسو او ملی امنیت په هکله ناسمه ده او په زړه پوری پایلی نه لری .دمسلحو قواوو په قطعاتو او جزوتامونوکښی مقرری ګانی  او لیکوته یی جذب دقومی سهمیو اوفیصدۍ په اساس صورت نیسی نه دپوهی،مسلکی والی او تجربی یعنی دشایسته سالارۍ په اساس. په لازمو او ضروری وسلواو تجهیزاتو سمبال هم نه  شول او اړینه تعلیم او تربیه یی هم نه ده ترلاسه کړی

. په مسلحو قواوو کښی دبری لپاره  واحدالامریت یعنی یوه قومانده  اساسی رکن دی . تاسی خپله سوچ وکړۍ که چیری دیوه جزوتام قوماندان د یو قوم ، معاون او رئس ارکان یی دبل قوم او تر لاس قوماندانان یی دبل قوم وی او دهغوی عزل اونصب هم په قومی ټیکه دارانو پوری اړه ولری ،نو تاسی څه فکر کوۍ چی دنوموړی جزوتام مؤثریت به په دنده او محاربه کښی څنګه وی؟

په تیرو ۱۵ کلونو کښی په هیواد کښی دمخدره توکو کښت، قاچاق او کارونه زیاته شوی ده ، دهیواد داسی ولایت نه شوموندلی چی هلته په مخدره توکو روږدی کسان نه وی. که له یوی خوا داټول هرڅه دامریکا دغلطو پالیسیو او زمو نږدنا اهله اړوندو مسؤلینو  له امله دی خو په تأسف سره باید ووایم چی په دی کار کښی زمونږ ګاونډی  مسلمان هیواد ایران هم لاس لری.دایران هیواد په عوض ددی چی مهاجرو افغانانو وروڼو ته دتعلیم او تحصیل او کار زمینه برابره کړی دهغوی پر مخ یی د ښونځیو او پوهنتونودروازی وتړلی خو  کیدای شی ځینو خاصو کسانوته به یی دخپلو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره بیا تردکتورا پوری دتحصیل زمینه برابره کړی وی . په عمومی ډول یی اقغان مهاجر مجبور کړل چی دژوند دبقا لپاره شاقه او  ملا ماتوونکو  کارونو ته مخه کړی . دکار په ځایونو کښی هم بی رحمه او حریصو کارفرمایانو افغان مهاجرو کارګرو ته مخدره توکی ورکول ترڅو دهغوی څخه د حده زیات کار واخلی چی دی کار زمونږ بی وزله مهاجر وروڼه دتل لپاره دمخدره توکو په معتادینو بدل کړل او ته به وایی چی ایران خو خاص د معتادینو فابریکه ده چی افغانستان ته یی تولیدوی ، چی نوموړی معتادین اوس په خاص ډول  دخپلی کورنۍ او په عامه توګه دټول هیواد لپاره لوی سر خوږی دی .

دښی حکومت والۍ  په پلی کولو کښی هم د امریکا پالیسی تر سوال لاندی ده  د امریکایانو دراتګ څخه مخکی په هیواد کښی اداری فساد په ځانګړی ډول رشوت ډیر کم وو خو دامریکایانو دراتګ سره چی ډیری پیسی یی هم دځان سره راوړی لیکن د نوموړو د مصرف لپاره یی کوټلی پروګرام او پالیسی نه درلوده  او ډیری پیسی یی په خپله دیو روڼ‎ او حساب ورکوونکی میکانیزم په نه شتون کښی په مصرف ورسولی چی دی کار بهرنیو او کورنیو فرصت طلبه کړیو او اشخاصو ته طلایی موقع په لاس ورکړه ترڅو د نوموړو پسو څخه ناوړه ګټه پورته کړی او هغه دچا خبره سمددستی میلیاردران شی چی ښه مثال یی ځینی هغه افغانان دی چی ۱۵ کاله وړاندی یی هیڅ نه درلودل خو نن دښارګوټو او اسمان څکو بیلډینګونو خاوندان دی چی لری نه ده ورسره حساب به وشی.

په پخوانیو دولتونو کښی به که کوم چا رشوت اخیست اویا به یی په دولتی ادا رو کښی خپلولی کوله نو هغوی به خلکو بد ګڼل او پخپله به دغو کسانو هم دشرم احساس کاوو خو دامریکانو د غلطو پالیسیو په وجه شر او فساد په هیواد کښی په فرهنګ  بدل شو او اوس مفسیدین په فساد افتخار کوی.

په تعلیمی ادارو او پوهنتونو کښی هم فساد او بدی حکومتوالۍ پوره ریښیځغلولی دی دافغانستان په تا ریخ کښی په لومړی ځل دکانکور دازموینی د ځوابونو کیلی د پیسو په بدل کښی بازار ته راووته حال دا چه د افغانستان په تاریخ  کښی په تیر هیڅ یو حکومت کښی داسی کار نه ووشوی. ،دخصوصی پو هنتونو دحال خو څه مه وایه هغه خو ځانګړی تحلیل او پوره مقاله غواړی.

د اداری اصلاحاتو به څه درته وایم ځینی هیوادوال وایی د دغه  کمیسیون نوم دهغه کړنو ته په کتو سره په تضاد کښی بولی   .هیوادوال اوډیری هغه څوک چی دنوموړی کمیسیون لخوا مقرر شوی دی په خپله دی دخپل وجدان له مخی قضاوت وکړی چی څرنګه مقرر شوی دی او نوموړی کمیسیون څه ډول بولی؟  

په سیاسی لحاظ هم دامریکا پالیسی چندان نتیجه نه لری . سره له دی چی هیوادوال اوس د ټاکنو سره یوڅه بلد شول ،ولسی جرګه او دمشرانو جرګه شتون لری او ددیموکرا سۍ ځینی اصطلاحات په رسنیو کښی ښکته پورته کیږی ،خو د انتخاباتو پایلو ته په کتو په هیواد کښی دقانون د عادلانه نه تطبیق او دیو اغیزمن حکومت نه شتون زمونږ دخلکو باور په امریکایی دیموکراسۍ زیانمن کړی دی . 

امریکایان په خپل هیواد کښی دیموکراسی غواړی خو په نورو هیوادوکښی یی هغسی نه غواړی.ښه مثالونه یی د افغانستان د ټاکنو بی اعتباره کول دمصر د منتخب حکومت ړنګیدو ته چوپه خوله پاتی کیدل او ډیر نور دی. په خپل هیواد کښی په دموکراتیک ډول دولتی چوکیو ته اهل کسان ولو که د مخالف ګوند هم وی په ډیر دقت او دمعیارونو ته په کتو سره ټاکی . خو زمونږ په هیوادکښی د کار داهل څخه ډاریږی او فکر کوی چی هسی نه چی په کار پوه او وړ کسان په حکومت کښی اکثریت ترلاسه کړی او بیا به دوی نه شی کولی چی خپل اهداف دهغوی په موجودیت کښی پلی کړی نو کوښښ کوی چی په حکومت کښی داسی کسانو ته شرایط برابر ګړی چی دوی ته بلی صاحب!!!!! وایی

پورتنیو مسایلو ته په کتو سره ویلای شو چی دامریکا پالیسی په افغانستان کښی ژور بدلون ټه اړتیا لری.

که چیری امرکایان او ناټو  غواړی چی د مظلومو افغانانو باور یو ځل بیا تر لاسه کړی نو لاندی کارونه دی ترسره کړی :

1) داوسنی حکومت سره  دی په پوره صداقت او بی پری ډول مرسته وکړی تر څو په حکومتی چوکیو په کار پوه ،تجربه کار ،لایق  او عادل کسان وګوماری

2) خپلی تولی نظامی او اقتصادی مرستی  دی دحګومت له لاری ترسره کړی او له حکومت څخه دی دامن دتأمین او اقتصادی پرمختیا لپاره  یو جامع او کوټلی پلان( مارشل پلان)  ترلاسه اوپه تطبیق کښی دی ورسره مرسته وګړی.

3) داچی دهغوی دیو لک څخه زیاتی فوځی لښکری په تیرو ۱۵ کلونو کښی څرنګه چی لازم وو د تروریزم په له منځه وړلو کښی اغیزمن نه وو  نو دهغوی لس زره به څه وکړی ؟ ددی پرځای دی افغان وسله وال قوتونه تجهیز او تسلیح کړی . حکومت دی پریښودی شی تر څو په خپله خوښه دسیمی دهیوادو څخه طیاری، وسلی او نور نظامی تجهیزات 

ترلاسه کړی . دا کار ددوی په ګټه هم دی ځکه اقتصادی دی

4) دوسله والو قوتونو لګښت دی د اوږدی مودی ( ۲۵) کلونو  لپاره په غاړه واخلی تر څو دولت وکولای شی پنځه پنځه کلن پلانونه تطبیق کړی او په خپلو پښو دودریدو جوګه شی .

5) دناټو غړی هیوادونه ، دسیمی پرمختللی هیوادونه او ګاونډی هیوادونه دی تشویق کړی تر څو افغانانو ته وړیا تحصیلی بورسونه برابر کړی او خپله امریکا دی هم  فول برایت په شان بورسونو تعداد زیات کړی خو په دی شرط چی و ړتیا او معیارونو په بنیاد وی نه د قوم، ژبی ،سمت ،مذهب او نورو په بنیاد . زه پوره باور لرم چی د ۱۰-۱۵ کلونو پوری به هیواد د بشری قوا او مسلکی کدرونو له اړخه په خپلو پښو ولاړ وی.

 

امریکایان دی تشویش نه کوی افغانلن هغه څوک دی چی هرڅه یی  دافغانیت لپاره قربان کړی او احسان فراموشه هم نه دی . زمونږ هیواد به هیڅکله هم ستاسی په نه موجودیت کښی ستاسی پرضد استعمال نه شی.

 

       

:

 

سخی جان سالارزی دننګرهار پوهنتون داقتصاد پوهنځی پخوانی استاد

 Date: 2 March 2016