کور / راپور / پاکستان په شمالي وزیرستان کې کېمیايي وسلې کاروي

پاکستان په شمالي وزیرستان کې کېمیايي وسلې کاروي

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

د پاکستان له قیایلي سیمو څخه کډه شوي کډوال وايي: په دغه ځای کې د پاکستاني پوځ له لوري د عملیاتو په نوم د پښتنو د ټولوژنې په موخه په بمباریو کې د سیمې پر اولسي خلګو د نورو ترڅنګ کیمایي وسلې هم کاروي چې خلګ ورڅخه په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي، دوی وایي: په دغه سیمه کې د وسلو د ازمایلو په موخه د څرخي الوتکو ترڅنګ جیټ الوتکې (ایف ۱۶) دغه ډول بمونه غورځوي چې خلګ د ذهني ناروغیو، پمنېدو او لېونتوب ترڅنګ له ډیری ناروغیو سره مخ کېږي.Pakistan use biological weapons in Waziristan

له شمایلي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا بنو ته کډه شوی شمشید خان وایي: په پوځي عملیاتو کې د پوځ له لورې د کارول شویو وسلو له امله یې د کور ټول غړي د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي دي،  دی وایي: د کور مېرمنې او ماشومان يې د دغه وسلو د دود او بوی له امله له سره تر نوکه پمن شوي چې هیڅ درمله یې نه کېږي، شمشید خان وایي که څه هم چې زیات غریب او نادار دي خو بیا یې هم خپله پمنه کورنۍ د پېښور په ټولو ډاکټرانو ګرځولې ده، خو ناهیلی راستون شوی دی.Pakistan use biological weapons in waziristan

یاده دي وي چې: په قبایلي سیمه شمایلي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې د (ضرب عضب) په نوم عملیات پیل کړل چې تراسه پوري دوام لري او هره ورځ په کې د پوځي سرتېرو له لورې درنې او سپکې وسه کارول کېږي، که څه هم چې پاکستانی پوځ په دغه عملیاتو کې تر اوسه پورې له ‎(۳۵۰۰ ) څخه د زياتو وسلوالو د وژلو ادعا کوي، خو دا ډول خبرې بې بنیاده ګڼل کېږي، ځکه چې پوځ سیمې ته ازادې سرچینې او خبریالان نه پریږدي نو ځکه د پوځ دغه ادعاوې د خپلواکو ادارو لخوا نه تاییدېږي.

ولسي وګړي دا هم وایي چې: د عملیاتو له امله ټوله بمباري پر دوی کېږي، چې په کې په زرګونه ولسي خلګ وژل شوي، ټپیان شوي او په ناوړه ناروغیو اخته شوي دي او په لکونه نور هغه یې بې ځایه شوي دي، خو هغه وسله وال چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارو او پوځ له لورې په دغه سیمه کې روزنیز مرکزونه لري محفوظو ځایونو ته انتقال شوي دي، په شمالي وزیرستان کې دغه کېمیايي وسلې په داسې حال کې کارول کېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد د عملياتو وروستى پړاو اعلان کړ.

که د شمالي وزیرستان اوسېدونکي پر دوی باندې د کېمیايي وسلو له کارولو څخه سرټکوي، خو تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د دغه ډول وسلو د استعمال په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره شوي دي چې په هلمند کې د ناټو ځواکونو له لورې د وسله والو مخالفینو په وړاندې یادې وسلې کارول کېږي، خو اثرات یې په ولسي خلګو کې ښکاره کېږي او دا چې د افغانستان له جنوبي زون څخه ډیری وخت ناروغان کوټې ته د درملنې په موخه وړل کېږي، چې زیاته برخه یې په رواني، اعصابي، ذهني، جسماني او نورو دا ډول ناروغیو مبتلا وي.