کور / تازه خبرونه / ملي اردو او ناټو په ارزګان کي ګډ پوځي عمليات کړي

ملي اردو او ناټو په ارزګان کي ګډ پوځي عمليات کړي

 


د ارزګان ولايت د امنيې قومندان سمون وال جمه خان وويل چي تيره شپه د ملي اردو او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کي ارزګان ولايت د چارچينو په سيمه کي د ګډو عملياتو په ترڅ کي  ۱۴ وسله وال طالبان وژل سوی دي ، هغه وويل چي دا عمليات ډير دقيق وه او ملکي وګړو ته پکښي زيان نه دی رسيدلی .


د ايساف وياند په دې اړه خپله بې خبري وښوده . خو ويې ويل چي ددوی ځواکونو په يوه هوايي عمليات کي اويا نفره طالبان وژلي دي . د وسله والو طالبانو له خواتر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .