کور / هراړخیز / راځئ پر خپل ولس رحم وکړو !!!

راځئ پر خپل ولس رحم وکړو !!!

اسدالله غيرت / پکتيا

زموږ لوړ پوړي دولتي چارواکې ددې پر ځای چې په پر خپلو غريبو ، بې چاره او بې وسه هيوادوالو رحم او زړه سوی وکړي تر څو د ولس زړونه لاس ته راوړي ، خو له بده مرغه ددې نيک او اسلامي عمل پر ځای له خپلو هیوادوالو سره هغه کړني ترسره کوي ، کومې چې د هیوادوالو د ځورونې ، خفګان او درد سبب ګرځي.Asadullah Ghairat اسدالله غيرت
په اوسني وخت کې د دولت زیات شمير نظامي او ملکي لوړ رتبه اوټيټ رتبه چارواکو لخوا د ولس سره روان چلند ددې سبب ګرځیدلی چې دولت د ولسونو پر وړاندې حپل باور له لاسه ورکړي ، او په پايله کې يې له دولت سره د ولسونو د مرستې او همکارې ساخه مخدوده او يا هم صفر شي .
په اکثرو دولتي ادارو کې که له يوې خوا له مراجعينو سره دولتي مامورين ښه چلند نه کوي له بلې خوا په سپينه ورځ د مراجعينو څخه د کار د خلاصون په موخه بډې اخستل کيږي ، چې دا او دې ته ورته په لسګونو غیرې قانوني او بدرنګو کړنو د ولس او دولت تر مينځ خورا زيات واټن رامينځ ته کړی ده .
د نظر خاوندان د نړۍ د دولتونو د برياليتوب او ناکامۍ يو لوی لامل د دولتونو لخوا له ولسونو سره د ښه او بد چلند ترسره کول په ګوته کوي .
کله چې دولتونه پر خپلو خلکو زړه سوی ، رحم او مهرباني وکړي او د هغو زړونه لاس ته راوړی ، د همغو دولتونو د بقا وخت له پسې اوږديږي او خپل منزل ته د رسیدو په لار کې د هيڅ دول ستونزو او خنډونو سره نه مخ کيږی .
خو برعکس هغه دولتونه چې په خپلو ولسونو ظلم کوي د هغو د پايښت موده ډیره کمه وي او ډیر زر يې خدای ج وهي .
له ولسونو سره د دولتي لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکو د ښه چلند په هيله !