کور / هراړخیز / سلام مخابراتي شبکه له پښتو او پښتنو سره تعصب کوي

سلام مخابراتي شبکه له پښتو او پښتنو سره تعصب کوي

ښه ده چې دري ژبه مې زده ده

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

کله چې مسجد ته  د سبق ویلو له پاره د تګ شوم، له بغدادي قاعدې ، قران کریم، شروط الصلوت او قدوري زده کولو وروسته راته د کلي‌ د مسجد مولوي صاحبوویل چې پنج کتاب به وایې، له هغه وروسته ګلستان او بوستان پریړ پریړ کتابونه مې زده کړل، درې سره په دري ژبه لیکل شوې دي، ‌ په ښوونځي کې هم موږ ددري مضمون درلود،‌ زموږ په سېمه (د پنجپایې د مهاجرو کیمپ چې د کوټې ښارڅخه نږدې ۷۵ کیلو مټره لیري‌ پروت وو) کې دري ژبې وروڼه نه وو مګر موږ په دري خبرې کولای شوای.

او تر ډیره چې زه وینم زموږ پښتانه وروڼه دري ژبه کې ډیره ستونزه نه لري، لامل یې داهم دی چې د پښتو او دري تعصب نه لري، برعکس زموږ ځینې تاجک وروڼه بیا داسي‌ انګیري ‌چې پښتو ویل ورته توبه نعوذ بالله کفر ښکاري.

خبره د سلام ټلیفوني شبکې ده، لږ وروسته جریان لیکم، چې په دغه شبکه کې څه روان دي، یو ملګري ته مې ټلیفون وکړ چې سلام شبکه د چا ده؟‌ هغه وخندلویل یې چې داخو د اشرف غني کاکا ده، ومې ویل چې داسي به نه وي، هغه ویلچې دولتي ده.

د خلقیانو د یو مهم غړي فقیرمحمد فقیر کسیه راته رحمتي ګیلانوال صاحب کوله چې هغه د یوې پېښې له امله له نورمحمد تره کې او حفیظ الله امین سره ملګری شو، د پاچا ظاهر وخت وو، ښاغلی فقیر د رحمن بابا لیسې د نهم ټولګي زده کوونکی وو، دکابل ښار کې یو دوکاندار ته ورغی، له هغه یې د کوم شي اخیستلو غوښتنه په پښتو ژبه وکړه، دوکاندار ورته وویل چې مثل ادم واري‌ ګف بزن، فقیراو ملګری یې هلته د دوکاندار سره لاس او ګریوان شول، دوی دوه ملګري وو اوتاجک دوکانداران زیات وو، ښه یې ووهل.

ملي بس کې بیرته رحمن بابا لیسې ته روان وو چې په چوکۍ کې دواړه ملګري همدا کیسه کوي، مخکې چوکۍ کې هم دوه تنه ناست دي، کله چې د کرایې ټولولو وخت راغی، ددوی کرایه د مخکې چوکۍ یو داسي چا ورکړه چې لوکس دريشي او نیکټایې یې درلودله،‌ فقیر صاحب ورته وویل چې تاسي څوک یاست؟هغه ورته وویل چې ستاسي خبرې موږ واوریدي، زما له ملګري سره بیا کورتهولاړشئ چې هغه مو په خبره پوه کړي.

ښاغلی فقیر وایې چې موږ له همدې معتبر سړي سره دهغه کورته ولاړو، هغه نورمحمد تره کی وو، د خلق ډیموکراتیک ګوند مشر او بیا د خلقیانو د حکومت لومړی واکمن.

تره کي وویل چې په وهلو او ډبولو خبره نه حل کیږي،‌ د حکومت واګې به لاس کېاخلو او بیا به هغه وخت څوک موږ ته نه وایې چې مثل ادم واري ګف بزن.

فقیرمحمد فقیر بیا د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمني په وخت کې د ولسمشري دفتر رییس او بیا د کورنیو چارو وزیر وو.

د استاد برهان الدین رباني د حکومت په وخت کې هم زموږ پښتانه وروڼه له همداسي‌تعصبې چلند سره مخ شوې البته په کابل،‌ مزار شریف او هرات ښارونوکې. کله چې د کرزي‌ لومړي کلونه وو،‌ ورته چلند کیدی چې یوه مشهور کیسه يېد ګل اغا شیرزي له خوا د ملک اصغر څلور لاري‌ کې پر ولاړو وسلوالو ډزې وي.

 

د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ میاشتې پر ۹مه نیټه مې د سلام مخابراتي شبکې ته ددي لپاره زنګ وواهه چې د انټرنیټ موده مې پوره وه، هلته مې پښتو ژبه انتخاب کړه، پرله پسې زنګونه مې ووهل، شپږ وارې مې اړیکه ونیوله، راته ویل کیدل چې د شبکې کارکوونکې مصروف دي، پوه شوم چې خبره د پښتو د انتخاب ده، دري ژبه مې انتخاب کړه،‌ ډیر ژر راسره اړیکه ونیول شوه او په درې ژبه د سلام شبکې کارکوونکې خبرې پېل کړي.

په پښتو مې ورته وویل چې د انټرنیټ ستونزه لرم.

ویې ویل دري ووایه، ومې ویل چې که څوک په دري نه پوهیدی، هغه ویل چې بیا دري څانګې ته زنګ مه وه، پښتو څانګې ته زنګ ووه، ومې ویل چې د پښتو څانګې بدبختان خو جواب نه وایې، هغه ویل چې زه په پښتو نه پوهیږم. البته خبرې یې په دري ژبه راسره کولي. لږ ورسره توند شوم،‌ ومې ویل چې پښتون تهراپیداکړه، کور دي ودان وي بل چاته یې زنګ وواهه، هغه په پښتو ژبه خبرې پېلکړي. ومې ویل پښتون یې،‌ ویل یې هو، ومې ویل مشر مو څوک دی، هغه ویل اجازه نه لرم چې داخبرې وکړو،‌ ستونزه دي ووایه.

میاشت مخکې مې زوی انټرنیټ فعاله کاوو، د سلام شبکې پښتو څانګې جواب نه ورکاوو،‌ خو هغه ددي په ځای چې دري انتخاب کړي بیا ځل یې انګلیسيانتخاب کړه،‌ ډیر ژر ځواب ورکول شو، خو بیا هم د سلام کارکونکي له پښتو ویلو ډډه وکړه،‌ او هغه ته یې وویل چې تاسي ولي انګلیسي انتخاب کړي،‌ چېپښتو خبري کوئ نو پښتو څانګې ته زنګ ووهئ.

موږ تعصب نه کوو، خو موږ ولي تعصب کولو ته په لوی لاس مجبوره کیږو،‌ کلهراباندي د ترهګرو نومونه ږدي، په ولسې جرګه کې حمیدزی لالی هم مجبوره شوچې د تاجکو وروڼو د توپیري چلند له امله غوسه شي. 

موږ دا دعوه ونه کړه چې ولي په ټلیفوني شبکو کې په لومړۍ توکمه دري او په دویمه توکمه پښتو انتخاب کوو،‌حتمي ده چې په ذهن کې خو مو دغه توپیريچلند ځوروي.

 

موږ دعوه ونه کړه چې ولي د وزارتونو لیکونه په دري ژبه دي، موږ ونه ویل چې ولي‌د بهرنیو چارو رسمي ژبه دري ده هغه چې حکمت کرزی یې هم وايې‌، خوار بهمجبوره وي چې دري خبري‌وکړي. مګر دومره دي‌هم ستاسي خواته نه وي  چې دپښتو په ویلو موږ تحقیر کړئ او دري خبرې راباندی‌جبري کوئ.

که زموږ د تاجک سیاستوالو همدا لوبه روانه وي نو بیا به د ښاغلي فقیر او ښاغلی‌حمیدزي په ډول په لوی لاس خلک تعصب ته مجبوره شې. زه پوهیږم چېپه لیري پرتو سېمو کې دا ستونزه نشته، یواځي سیاستوال همدا کار کوي او پهلویو ښارونو کې رواج لري.

ښه اوس نو چاته ګیله وکړو او له چا د اصلاحاتو غوښتنه وکړو چې سلام ټلیفوني او انټرنیټې شبکه کې دي اصلاحات راولي،‌که زه دا غوښتنه کومسمدستي ویل کیږي چې متعصب یې، او خوار غني خو له همدې ویرې خپلتخلص (احمدز) هم لیري‌کړ،‌ د ولسې جرګې د ودادنۍ د پرانستې پر مهال چې دهند لومړي وزیر د افغانانو او ځانګړي ډول د هغه په اصطلاح د پټانانو زیات صفت وکړ، د هغوی له قهرمانیو څخه یې یادونه وکړه،‌ غني چې دریځ ته ودریدسم د واره یې دري پېل کړه، لکه چې بیخې یې پښتو زده نه وي.

تیره اونۍ په یو کورني ټلویزون کې مناظره وه، د افغان ملت ګوند پخواني مشر انوارالحق احدي‌او د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغندیوال دواړو دري خبرې وکړي ، کله چې یو ناست تن په پښتو ژبه ورڅخه پوښتنه وکړه بیا دوی هم پښتو جواب ورکړ، که د سلنې له مخې ووایو هغه ورځ ۹۰ سلنه همدي دوو مشرانو دري ژبه ویله. موږ بد ورته نه وایو او نه تعصب لرو.

محقق که د مزاري‌د مرګ په ورځ‌ د خپلو هزاره ګیانو د حقونو غوښتنه کوي هغه هم  تر خپل حد زیات،‌ هغه ته به بیا کومه ورځ‌د قهرمان لقب ورکول کیږي، کهدوستم د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه له حده زیاته کوي‌هغه ته به یوه ورځ‌دمارشال رتبه ورکول کيږي، که تاجک په وازه خوله نارې وهي چې د وزارتونو لوحېدي په پښتو نه لیکل کیږي هغوی ته همدا حق ورکول کیږي، خو که پښتون کومه خبره د ژبې دحقونو کوي نو بیا خو ترهګر دی، یابه زندان ته ځي او یابه داسي لومې ورته جوړیږي چې بیا له کوره د وتلو جرئت هم ورته پاتې نه شي.

 

زه په ولسې جرګه او مشرانو جرګه کې د پښتنو وکیلانو څخه هم توقع نه لرم،‌ اوپه کابینه کې د پښتنو وزیرانو څخه هم تمه نه لرم،‌جهاني صاحب خوار خو یېبیخې چوپ کړی،‌ نږدې ده چې د ایران پیسې واخلي.

 

په دي تمه چې د پښتو ژبې او پښتنو سره توپیري چلند پای ومومي او په لوی لاس قومي او نږادي توپیرونو ته لمن ونه وهل شي.