کور / شعر / هغه وطن نور نشته

هغه وطن نور نشته

هغه وطن نور نشتهSamiullah Khalid Sahak سميع الله خالد سهاک

هغه به زما له لپاره

هر خوا ولاړی

او جنګونه به یی کړل

خو ما ویده د هغه قدر ونه کړ

او لاندی باندی شو لحد یی هم نن

اوس می عزت او هم حرمت

ورک شوي

په دا بیساری ګړنګو کی د ژوند

***

او نور به را نشی ها بیا په دی لار

د اوچت باز سیوری به بیا ونه ګورم

د آزادی پیام چی ځان سره وړی

او آبادی کی په آسمان کی ولاړ

کورونه شمیری د ژوندو په یو دوه

نور ټول ولاړل

او پناه شول وختی 

او د ګرځنده مرغانو

آواز او شور نشته اوس

 

سمیع الله خالد سهاک

د مارچ ۱۱، ۲۰۱۶ کال

مونتری، کالیفورنیا