کور / تازه خبرونه / ملي امنيت پر تخار ولايت مقام د ځانمرګو د بريد مخه ونيوله

ملي امنيت پر تخار ولايت مقام د ځانمرګو د بريد مخه ونيوله

د ملي امنیت لوی ریاست وايي موظفینو يې د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال محمد فاروق نومی ځانمرګی چې پر عثمان مشهور دی او هوډ یې درلود د تخار ولایت لپاره د طالبانو د والي مولوي طیب په لارښوونه د تخار ولایت پر مقام ځانمرګی برید ترسره کړي له اوو تنو کسانو هریو:

–          نجیب الله د عبدالغفور زوی
–          خادم الله د محمد علي زوی
–          زید الله د حبیب الله زوی
–          حجت الله د محمد ظاهر زوی
–          محب الله د عبدالباري زوی
–          قاري نعمت الله د محمد ظریف زوی
–          نعمت الله د عبدالمنیر زوی سره نیولي دي.
طالبانو ددې پېښي په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي.