کور / تازه خبرونه / په کندهار کي ۴ طالب جنګيالي نيول سويدي

په کندهار کي ۴ طالب جنګيالي نيول سويدي

کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري څلور تنه ترهګر چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.کندهار ملي امنيت NDS

د کندهار ملي امنيت رياست وايي د ښار په بيلابيلو برخو کي يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کي ۴ طالب جنګيالي نيولي دي.

لراوبر ته په رسيدلې خبرپاڼه کي د نيول سوو کسانو هويت په دې ډول ښوول سوی دی:  سيد جان د ديليزي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ دناصرو دکلي اوسيدونکى، دوست محمد دامير محمد زوى اصلي دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ او فعلي دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دکلانکيچې دسيمي اوسيدونکى، بهاوالدين د داد محمد زوى او ګل بدين دعبدالحميد زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دشاوليکوټ ولسوالۍ دزنګيتان دکلي اوسيدونکي .

د کندهار ملي امنيت چارواکو په وينا يادو کسانو دکندهار ښار ترڅنګ په خاکرېز، شاوليکوټ، ميوند،ميانشين،ژړى او پنجوايي ولسواليو کي خپل ترهګري اعمال تر سره کول چي دملي امنيت رياست د دقيقو کشفي راپورونو پر اساس نيول سوي .

دوی وايي چي دغو طالبانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى خو طالبانو تر اوسه د دوی سره د تړاو په هکله رسنيو څه نه دي ويلي.