کور / راپور / (د قانون د حاکمیت تحریک) او (مېشن افغانستان) ګډه غونډه وکړه

(د قانون د حاکمیت تحریک) او (مېشن افغانستان) ګډه غونډه وکړه

راپور: حبیب الرحمن تاثیر، 

په غزني کې د قانون د حاکمیت تحریک او په اسټرالیا کې د مېشن افغانستان له لورې د لوی افغانستان د تحریک چلولو په موخه ګډه وېډیویي غونډه وشوه چې له اسټرالیا څخه سیار ده سبزي، ننګیال، ذین دلزاق او یو شمېر نورو ملګرو، له هالېنډ څخه یوسفزي او له غزني څخه د قانون د حاکمیت تحریک د پالیسیو او اسټراټېجیکو چارو مسوول سیف الله مبارک، د باندیو اړیکو مسوول انعام الله ګوهر، د اړیکو مسوول قدرت الله نرمیوال، د اطلاعاتو او ټولنیزو رسنیو مسوول حبیب الرحمن تاثیر، د عامه اړیکو مسوول جمیل وقار، د سیمه ییزو او پوهنتونونو تر منځ د اړیکو مسوول مجید ژړاند او ځینو نور ملګرو په کې ونډه درلوده او ویناوې یې وکړې.

د لوی افغانستان تحریک اجراییه دغه غونډه په داسې حال کې وشوه چې: د تېرو نورو غونډو په پرمختګونو، اهمیت او ګټو باندې رڼا واچول شوه او د (د قانون د حاکمیت تحریک) په نوم د غورځنګ د جوړولو او پر مخ وړولو باندې خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د افغانستان د عدلیې له وزارت سره خبرې شوې دي او دا چې د قانون د حاکمیت اجراییوي شورا مشر سمیع الله صدیق او د مالي چارو مسوول قاضي محمد امین هم هڅې ګړندۍ کړې دي، که څه هم د افغانستان له اساسي قانون سره سم چې د یو سیاسي ګوند د جوړولو لپاره په شلو ولایتونو کې سیاسي دفترونه او د لسو زرو کسانو راجسټرول شرط دی او دا چې د قانون حاکمیت تحریک لا هم اوس اوس په فعالیتونو لاس پوري کړی دی، نو په دې اړه یاودنه وشوه چې د افغانستان له دولت سره خبرې روانې دي تر څو دغه تحریک په سیاسي ګوند باندې بدل او په سیاسي فعالیتونو لاس پوري کړي.

په غونډه کې ددې خبرې یادونه هم وشوه چې دا وخت د افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمې ترڅنګ په اروپا، امریکا، هندوستان، اسټرالیا، روسیه او انګلستان کې د لوی افغانستان تحریک پیل شوی دی چې د نورو هیوادونو ترڅنګ د اسټرالیا هڅې یې د یادولو وړ دي، خو له دې پرته د لوی افغانستان تحریک یو دفتر په پښتونخوا کې هم هڅې پیل کړې دی چې وایي ددغه تحریک له لارې به ماشومانو ته د (پاچا خان ایجوکېشن سیسټم) تر سرلیک لاندې د (نان فارګنس) او تشدد پر ضد زدکړې ورکول کېږي چې ورسره به د لوی افغانستان د تحریک چلولو په اړه هم په کار لاس پوري کړي.

په غونډه کې په دې خبره زور راوړل شو چې د لوی افغانستان تحریک به په هیواد کې د ټولو مېشتو قامونو په وړاندې څرګند دریځ لري، په دې مفهوم چې هلته به د قانون حاکمیت وي او د قانون په وړاندې به د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک بلوڅ او نورو قامونو ترمنځ هیڅ قومي، ژبني او مذهبي توپیر نه کېږي او دا چې د لوی افغانستان تحریک به د ملي ستم په وړاندې په ټینګ اعظم او جرات سره درېږي او مبارزه به کوي، د لوی افغانستان تحریک د مرکزي شورا غړیو په دې هم ټینګار وکړ چې د کارونو د سمون او لا ښه والي په برخه کې په هیواد، پښتونخوا او بلوچستان کې خلګ باید له کمپیوټري او انټرنيټي اسانتیاو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو وکولی شو، خپلې ستونځې په اسانۍ سره حل او هدف ته ورسېږو او دا چې د لوی فغانستان د تحریک د چلولو لپاره به له خلګو سره اړیکې نیول کېږي.

په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ جمیل وقار وویل: یو څوک غواړي چې په غزني کې د مطالعې د دود د عامولو په موخه عامه کتابتون جوړ کړي چې ښاعلي سیار ده سبزي د دې عمل ستایسنه او د دغه کتابتون لپاره یې د لس (۱۰) عدد کمپیوټرونو ژمنه وکړه چې ګډونوالو یې مننه وکړه، دغه غونډه چې د افغانستان په وخت د مازیګر په څلورو او د اسټرالیا په وخت د شپې په یوولس بجې پیل شوې وه تر ناوخته پورې یې دوام وکړم.