کور / تازه خبرونه / خوست: زرګونه ليټره الکولي مشروبات او چرس نيول سويدي.

خوست: زرګونه ليټره الکولي مشروبات او چرس نيول سويدي.

دخوست ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو په تازه لاسته راوړنو کې ۲۰۰۰ لیتره الکولي مشروبات ۸ کیلو ګرامه چرس نیولي او همدارنګه یې  ۲۵ حلقې ماینونه  دخوست په بیلا بیلو سیمو کې کشف او خنثی کړي دي Khost police

دخوست ولایت امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وویل چې دامنیه قوماندانی اړوند بیدارو پولیسو د راوانې اوونۍ په تازه لاسته راوړنو کې دخوست په مرکز کې ۲۰۰۰ لیتره الکولي مشروبات ۸ کیلو ګرامه چرس نیولي .

دښاغلي غیرت په وینا چې دالوکلي مشروباتو په تړاویې یوتن نیولی چې قضیه یې مرکز کابل ته دڅیړنو په موخه لیږل شوې همدارنګه  دچرسو په تړاو یې هم دوه تنه نیولي چې دوسیې به  یې له څیړنو وروسته عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیه قوماندان زایاته کړه چې تیرې یوې اوونی په جریان کې دملي پولیسو لخوا دخوست په بیلابیلو سمو کې۲۵ کړی ماینونه هم چې دهیوا او ولس د دوښمنانو لخوا ځای پرځای شوي وو کشف او خنثی شوي دي .

ښاغلي غیرت دامنیت په لاټینګښت کې خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې ناقانونه کړنې ترسره کړي .

دیادونې وړده چې په دې ورستیو کې دخوست پولیسو په زیاته اندازه نشه یې توکي،منفجره مواد،غله،انسان تښتونکي نیولي او دقانون منګولو ته یې سپارلي دي .