کور / هراړخیز / شهر نا پرسان

شهر نا پرسان

سعادت ستانيزى

يو با احساسه انسان چې ددې هيواد په حالت فکر کوي نو روحيه يې د ما يوسۍ لور ته ولاړه سي.  انسان فکر کوي چې اخر څه به کيږي.  چې خبرونو ته کينې نو يو هم داسې شى نه وينې چې زړه دې ورباندې ښه سي. 

په هر حال، خبره مې د ولسي جرګې د بدمعاش وکيل سميع الله صميم او د هغه د باډي ګاردانو کوله چې پرون ېي په ډک بازار کې يو پوليس په ډيره بې رحمۍ سره وواهه، او بې عزته يي کړ.  په حقيقت کې دې محترم ددې وطن د اساسي قانون او ددې ټول ولس بې عزتي وکړه او وېي ويل چې دا مې زرو او دا مې …Samiullah Samim turture afghan police in Kabul

دا سړى ځان له قانون څخه پورته بولي، ځکه خو ېي په ډک بازار کې يو پوليس په بې رحمۍ سره بې عزته کړ.  تاسو فکر وکړئ چې دا کار به د افغانستان ولس او د افغانستان ځوانانو ته څه ډول پيغام ورکړي، ايا داکار به ددې لامل نه شي چې نور خلک به هم دې ته ميلان پيدا کړي چې  قانون تر پښو لاندې کړي؟ ايا ديو پوليس وهل به يو ښه روايت او مثال وي چې د يو وکيل له طرفه قايميږي؟  ايا دا وطن نور ددې بدمعاشانو او احمقانو متحمل کيداى سي؟ ايا دا سړى ددې قابل دى چې په ولسي جرګه کې کيني او زمونږ خلکو ته قانون جوړ کړي؟  ايا هغه څوک چې قانون ته ديوې ذرې په اندازه احترام نلري، ددې اهليت لري چې په ولسې جرګه کې دولس نماينده پاتې سي؟ ايا دا وطن همدې ډول خلکو نه دى وران کړى او لا يې پسې نه ورانوي؟  قانون چې دداسې چا لخوا تر پښو لاندې کيږي او پيماليږي چې د همدې قانون د حفاظت دنده ورپه غاړه ده، نو مونږ به له نورو عادي خلکو څه ګيله ولرو او څنګه به اميد ولرو چې زمونږ ګران هيواد په ښه لور روان دى.Samiullah Samim's guard turture police officer in kabul 14-03-2016

دا محترم هغه وکيل دى چې د پخواني مالېې وزير ډاکټر زاخيلوال له خوا په اختلا س اود زور په استعمال تورن شوى وۀ.  داسړى افغانستان او د افغانستان اساسي قانون ته هيڅ احترام نه لري. دا محترم د زور ژبه استعمالوي. دده پيغام د جهالت، انارشۍ، استبداد، فاشيزم او وحشت دى.  داسې خلک په ديموکراسۍ او سوله ايز ژوند کولو باور نلري او هرڅه د زور په زبه مخ پر وړاندې وړي. 

خو دى بايد پدې پوه سي چې کږه خوله په سوک سميږي.  هغه ورځ ليرې نه ده چې دى او دده پشان نور خلک به بيا غارونو ته وتښتي او د ځان لپاره به سوړې ولټوي.  

د افغانستان له اوسني دولت څخه هم هيله لرم چې د خداى لپاره له دومره محافظه کارۍ او کمزورۍ نه کار مه اخلئ، راوړاندې سئ او له دې ډاکوانوڅخه د قانون تر پښو لاندې کولو پوښتنه وکړئ.