کور / تازه خبرونه / د افغانستان سورصليب د بودجې او عملياتو له مخي د نړۍ دوهم مقام دی

د افغانستان سورصليب د بودجې او عملياتو له مخي د نړۍ دوهم مقام دی

اجرایويرئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍکې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر ښاغلي پيترمور سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی اجرایوي رئيس افغانستان ته د سره صلیب یا ICRC د نړیوالې کمېټې رئيس ته، ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د دې ادارې له هڅو او فعالیتونو مننه وکړه.Afghanistan ICRC

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رئيس ښاغلي پيتر مور له افغان حکومت، په ځانګړي ډول له سرې میاشتې او افغان ملت نه مننه وکړه، چې په افغانستان کې له سره صلیب کمېټې سره ښه همکاري لري او دوی له دې همکارۍ خوښ دي.

ده زیاته کړه، چې افغانستان د ICRC په لومړیتوب کې ځای لري او سره له دې چې په نړۍ کې ګڼ ناورینونه رامنځته شول،خو دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه ونه درول. د ښاغلي مور په خبره، افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی، چې د سره صلیب عملیاتي برخه په کې پراخه کچه فعاله ده او تر ټولو لوړه بودیجه لري.

د سره صلیب د کمېټې مشر وویل، هیله من دي له افغان حکومت سره هغه توافقپاڼه لاسلیک کړي، چې له مخې یې د دوی غړي ښه وکولای شي، له زندانیانو لیدنه وکړي.

هغه وویل، د جګړې له قربانیانو سره ناپېیلې مرسته، دزندانیانو له حال پوښتنه او بشردوستانه فعالیتونه د دوی اصلي موخې دي او له افغان حکومت یې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې خپله همکاري روانه وساتي. د سره صلیب دنړیوالې کمېټې مشر اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو په اړه هم خپله اندېښنه له اجرایوي رئيس سره شریکه کړه او ویې ویل، چمتو دي، چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره کاروکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چمتو دي چې په اړونډو ټولو برخو کې له نړیوالوسره همکاري وکړي.

هغه وویل، د زندانیانو د حال پوښتنې په اړه د یاد تړون له اصولو سره موافق دی؛ خو د دې توافقپاڼې پر جزیاتو باید دملي امنیت په شورا کې بحث وشي او ښه روښانه شي.

اجرایوي رئیس زیاته کړه، چمتو دي چې د افغان کډوالو په اړه له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي، څو په کور دننه ځوانانو ته کارپيدا او له ناقانونه کډوالۍ وژغورل شي.