کور / تازه خبرونه / شمسي: هيڅوک د مالدارۍ په برخه کي د انحصار حق نه لري

شمسي: هيڅوک د مالدارۍ په برخه کي د انحصار حق نه لري

د ولايت مقام مرستيال د چرګانو د فارمونو او د چرګانو د روزلو په برخه کي د انحصار د له منځه وړلو امر وکړ.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي دا څرګندوني په نننۍ ولايتي پرمختيايي شورا کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د کندهار کليدي رئيسانو او د مرستندويه ادارو مسوولينو ګډون کړی وو.Abdul ali shamsi

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د چرګانو او ماهيانو فارمونو او روزني ته بايد هر ډول اسانتياوي او منابع برابري سي او د چرګانو د روزني په برخه کي موجود انحصار د منلو نه دی. نوموړي د زراعت رياست مسوولينو ته امر وکړ چي موجود انحصار له منځه يوسي او له هر هغه چا سره چي په دې برخه کي يې انحصار رامنځته کړی، جدي چلند وکړي.

د ولايت مقام مرستيال داراز وويل ټولي هغه موسسې چي د رسنيو له لاري خلکو ته د خپلو پروژو په اړه پوهاوی او خبرداری ورکوي، مسوولي دي چي ږغيز کليپونه د کندهار په پروډکشنونو کي ثبت او د راډيوګانو له لاري خلکو ته وړاندي کړي. هغه زياته کړه د هري سيمي خلکو ته بايد پخپله لهجه او خپلو اصطلاحاتو پوهاوی ورکول سي تر څو د کليو او ولسواليو اوسېدونکي په اسانۍ وپوهول سي، خو دامهال زياتره د عامه پوهاوي ږغيز کليپونه په کابل کي ثبتيږي چي خلک يې په اصطلاحاتو په اسانۍ نه پوهيږي او دا ډول قراردادونه بايد د کندهار له پروډکشنونو سره وسي تر څو د دې سيمي پروډکشنونه تقويه سي.

ښاغلي شمسي داراز سپارښتنه وکړه چي هره مرستندويه اداره بايد د کرهڼي او مالدارۍ په برخه کي داسي کسان بهرنيو هيوادونو ته د روزني لپاره ولېږدوي چي هغوی عملاً په هماغه برخه کي کار کوي. هغه زياته کړه چي دوه ځلي بايد يوه کس ته روزنه ورنه کول سي، بلکي هر واري بايد جلا جلا خلک وروزل سي تر څو مالداري او کرهڼه مو پر خپلو پښو ودريږي.

د ولايت مقام مرستيال داراز ټولو مرستندويه ادارو ته سپارښتنه وکړه چي هره مرستندويه اداره بايد د پروژو د ډيزاين او تطبيق پر مهال اړوند رياست په جريان کي واچوي او له اړوند رياست سره په همږغۍ پروژه تطبيق کړي تر څو د خلکو اړتياوي په نظر کي نيول سوي وي او له خپلسرو پروژو څخه مخنيوی سوی وي. هغه زياته کړه په تېرو وختونو کي داسي پروژې پلي سوي دي چي نه يې خلکو ته ګټه رسېدلې او نه شفافيت پکي تر سترګو کېدی.

د غونډي په جریان کي ټولو مرستندويه ادارو د خپلو تطبيق کړو پروژو او پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل او د کليدي رياستونو مسوولينو د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو څخه يادونه وکړه.