کور / تازه خبرونه / د سره صليب نړيواله كمېټه له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي

د سره صليب نړيواله كمېټه له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي

د سره صليب نړيواله كمېټه په ۲۰۱۵ كال كې په افغانستان كې د ملكي وګړو د تلفاتو د زياتېدو له كبله له افغانستان سره خپلې مرستې لس سلنه زياتوي.
د دغه كميټې عمومي رئيس پيټر مور چې د جمعې په ورځ يې په كابل كې خبري غونډې ته وويل، په تېرو كلونو كې مرستندويې ادارې تر ډېرو فشارونو لاندې وې او يو شمېر كاركوونكي يې په جنګ ځپلو سيمو كې وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره دغه راز د مرستندويو ادارو مركزونو هم ته زيانونه اوښتي دي.
نوموړى زياتوى، په ۲۰۱۶ كال كې د سره صليب كمېټه په افغانستان كې خپلې مرستې لس سلنه زياتوي.
له بل لوري په افغانستان كې د سره صليب نړيوالې كمېټې موندنې ښيي، چې تېر كال  د ملكي وګړو د تلفاتو د زياتېدو له كبله تر ټولو بد كال وو او په دغه كال كې په نسبي ډول هره ورځ لس ملكي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په ۲۰۱۵ كې د ښځو تلفات ۳۷ سلنه او د ماشومانو هم ۱۴ سلنه زيات شوي دي.
دغه راز د روغتيايي كاركوونكو پر وړاندې هم د تاوتريخوالي پنځوس پېښې ثبت شوي دي.

 

صدیق الله پوپل