کور / کیسه / خانان

خانان

ليکنه: نثاراحمد آريا

لنډه کيسه

صديق څو کسانو ته د سوال له پاره ودرېد، خو چا څه ور نه کړل. له ځان سره ئې وويل:

-نن چي له هري خوا وي، بايد يو څه پيدا کړم. 

Nisar Ahmad Arya نثار احمد اريابيا ئې شاوخوا وکتل. د شهيدانو د چوک له خوا په تور مني موټر کيجنازه را روانه وه. ترافيکو جنازې ته لار ورکړه. صديق په ځير د جنازې موټرته وکتل. په موټر کي د مړي يو او بل بغل ته دوه ځوانان ناست ول. وې پېژندل. د هغه حاجي زامن ول، چي له ده څخه ئې څو ورځي مخکي د دريو ورځو روزانه وخوړه. د څنگ ځوانانو ته ئې پام سو. يوه بل ته ويل:

– دا دئ، دى هم ولاړى. پر دنيا به ئې زامن مېلې وکي…

صديق بيرته د جنازې په موټرانو کي سترگي ښخي کړې. د موټرانو يو اوږد قطار په جنازې پسې وو. هغه لا د موټرانو قطار ته هېښ تللى وو، چي ناببره ئې يو فکر زړه ته ور تېر سو. زړه ئې ميده، ميده ودربېد. له ځان سره ئې بڼ وهل: 

-زه هم والله تا د جنازې پر تخته ونه شرموم، که دي پرېږدم.

بيا د لويي ويالې د هديرو پرخوا د جنازې له ليکي سره په غټو گامونو ملگرى سو.

په هديره کي ليکه موټرونه لکه لوى مار ورو، ورو روان ول. هغه د موټرونو له قطار څخه لار جلا کړه او په قبرونو کي لنډ پر هغه ډله ورمات سو، چي جنازې ته په تمه ول. 

هغه د قبرونو په نرۍ پلې لار کي ژر، ژر روان وو. په گچو او سمېټو سپېره پلاستيکي بوټونه ئې د شا له خوا پرې ول. پر پښو ئې آزاد ول اوسړپى ئې پورته کېدى. همداسي په رفتار کي ئې د يو قبر پر سر د ولاړي کږې لکړي زرين بيرغ ته وکتل او چورتونو په مخه کړ. خپله د دريو ورځو روزانه ور په ياد سوه. ټولي (٩٠٠) نهه سوه افغانۍ کېدې. په ذهن کي ئې (٩٠٠) افغانۍ کالداري کړې. يو وار ئې زر افغانۍ په شپاړس سوه کالداري واړولې او بيا ئې له هغو څخه يو سلو شپېته کالداري بېرته کمي کړې. ټولي څورلس سوه څلوېښت پاته سوې. 

په هديره کي ناسته سپي ورته وغپل. پر را ولاړ سو. څو گامه ئې پر را وځغستل، بيرته ودرېد او ورته په غپا سو. څو ثانيې ئې د سپي غپا ته فکر سو، خو بيرته چورتونو په مخه کړ. له ځان سره ئې وويل، بس چي څورلس سوه کالداري را خپلي کړم، باچا به سم. يو څه اوړه به کور ته يوسم، يو ټيم (٥)کيلو يي غوړي، يو بوتل د کوچنيانو د ټوخي تبي شربت او لږه بوره که په وسوه. په هديره کي د يو ځوان ږغ فکر ور پرې کړ. هغه په هديره کي د يو قبر تر څنگ موټره ودراوه او ملگري ته ئې وويل:

– په پښو به ميده، ميده ورسو، پښه به مو هم وغوړيږي.

دوهم ور غبرگه کړه:

-آ سمه ده.

صديق چي هغوى ته ور نژدې سو، نو د عطرو بوى ئې پر ولاړ. ورسره څنگ پر څنگ سو. يوه له جېبه سرې چينايي تسبيح راوکښې او ملگري ته ئې وکتل:

– اوس به ئې نو خداى ته ور وړي!

د څنگ ملگري ئې خولۍ پر سر سمه کړ او د سر له ښورولو سره ئې وويل:

– بېخي د ډېرو مسلمانانو حق ئې وخوړ! زموږ خو همسايه وو. ياره داسي هفته به نه وه، چي د دوى کور ته دي يو يا دوه کسان د خپلو پيسوپسې نه راتلل.

ملگري ئې د تسبحو د لاس څلور گوتي هغه ته سيخي کړې او د ورزوڅوکي ئې سره وروستې:

– وام آ نوري خو لا پرېږده، خو چي دا د خداى د غريبانو دا ئې نه واى خوړلي. 

– هو ولا د خداى تر ابده غريبانو پيسې ئې خوړلې.

د هديرې خړ قبرونه سپين کاليو خلکو پر سر اخيستي ول. د خداى مخلوق راغلى وو. هغه چي څونده د جنازې گڼي گوڼي ته ور نژدې کېدى، هغونده ئې د زړه دربى ډېرېدى. يوې نااشنا بېري او د خپل حق اخيستني جذبې پر سر اخيستى وو. لا څو گامه د جنازې له گڼي گوڼي ليري وو، چي يو چاغ سپين کالي سړي ته ئې پام سو. هغه پر خلکو څو واره ږغ وکړ:

– راسئ! په دا ميدان کي شاوخوا کښېنئ. ملا صاب به سقات (اسقاط) وگرځوي.

صديق هم د نورو خلکو له ډلي سره د اسقاط د دايرې خوا ته ورغلى او په دايره کي کښېناست. لويه دايره جوړه سوه. ملاصاحب د حاجي د زوى پر اوږه تر سپين لستوڼي لاندي پر زيرپراهني باندي د امريکا بيرغ ته وکتل او ورو ئې څه ورته وويل. هغه د صدرۍ له پړسېدلي جېب څخه د ورېښمين دسمال غوټه را و ايسته. ملا پوښته وکړه:

– کالداري که افغانۍ؟

– يا، کالداري.

– څو دي؟

– پنځه لکه.

د ملا صاحب د مخ په تور روښانه پوست کي د پيکه مسکا نخښيراڅرگندي سوې: 

– بس صحيح دي، دې ته لا ضرورت نه وو. حاجي صاحب دين دوسته سړى وو. خپلي غاړي ئې په ژوندوني لا خلاصي کړي وې.

پر صديق د ملا صاحب دا خبره بده ولگېده. کرکه ئې ور څخه وسوه، خو د ملا د نامه د تقدس په خاطر ئې ژر ذهن بلي خوا ته بوت. د حاجي زوىملاصاحب ته د تائيد په ډول سره وښوراوه او بيا ئې د ملاصاحب څنگ ته ناست طالب ته د غوټي د اخيستو اشاره وکړه. 

طالب ورغلى. له سړي څخه ئې غوټه واخيسته او د ملا صاحب د څنگ له سپين ږيري څخه ئې د اسقاط ګرځول پيل کړل. هغه به په دايره کي ناست هر کس ته ودرېد. غوټه به ئې ورکړه. ناست کس به غوټه په دواړو لاسونو راسته اوږې ته يو وړه، له ځان سره به ئې بڼ وهل او غوټه به ئې بيرته طالب ته ورکړه. صديق په طالب کي سترگي ښخي کړې. له هغه څخه تر ده پوري پر ناستو خلکو ئې نظر تېر کړ. دېرش څلوېښت کسان لا نور د ده تر نوبت پوري ناست ول. د قطار په پاى کي وروستي کس، چي د ده څنگ ته ناست وو، په پسپسي خپل ملگري ته وويل:

– د خداى د مخلوق حق ئې وخوړى! 

د څنگ ملگرى ئې له چارزانو څخه پر کونه کښېناست، زنگنونه ئې جگ ودرول او خپل ملگري ته راکوږ سو:

– وايي ډېر ظالم سړى وو.

ملگري ئې پر زنگانه باندي روان ښانگور مېږى په گوته څنډ واهه او هغه ته ئې وکتل:

– دا دى ورڅخه پاته سوه!

هغه پر ناستو خلکو نظر تېر کړ. د موټر په کيلي ئې پر مځکه خط کش کړ او وې ويل:

– تر دوى خو هغه سره غله لا ښه دي، چي له روسۍ سلاحو سره په نره د خانانو کورونو ته ور اوړي. د غريبانو حق خو نه خوري.

-دا خانان ټول داغه شيان دي.

– هو والله!

طالب را نژدې سو. صديق ژوره ساه وکښه. پر ذهن او زړه ئې لوى بوج احساس کړ. ناکراره ئې اوتر، اوتر شاوخوا وکتل. د زړه دربى ئې تېز سو. ولاړ زنگنونه ئې په دواړو لاسونو له ځيگر سره ښه پيوست کړل. طالب غوټه ورته ونيوه. د ورېښمو د دسمال غوټه مړه تړل سوې وه. هغه غوټه په غېږ کي کښېښووه. نوموړي لا غوټه سمه نه وه خلاصه کړې، چي طالب پر ږغ کړه:

– څه په کيې وروره؟

د صديق په خوله کي ناوړه وچه سوه.

– پر حاج…جي صاب زما پيسې بان…دي دي.

ټولو خلکو ده ته وکتل. د حاجي پنډ سپين کالى زوى په خښم ورته راتېر سو. پر غوټه ئې حمله کړه. له ده څخه ئې کش کړه. د دسمال غوټه خلاصه سوه. پر مځکه د پيسو پر ځاى خړ کاغذونه توى سول. د ناستو خلکو سترگي له کولکانو راوختې او هېښ ولاړل.

پاى

١٤-١٢-١٣٩٤