کور / تازه خبرونه / د کندهار- باميان د سړک جوړولو سروې پيليږي

د کندهار- باميان د سړک جوړولو سروې پيليږي

فوايد عامې وزارت د کندهار او باميان تر منځ د سړک جوړولو پلان لري چي په څو ورځو کي به د دغه لويي لاري د مقدماتي سروې چاري پيل سي.

د کندهار-باميان سړک د مقدماتي سروې په موخه له دغه وزارت څخه راغلي پلاوي چي مشري يې د دې پروژې مسوول عبدالقيوم ارغوشي کوله، نن سهار له مرستيال والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.Kandahar Bamyan road

عبدالقيوم ارغوشي وويل فوايد عامې وزارت پلان لري چي د سړک له لاري د هيواد جنوبي او شمالي ولايتونه سره ونښلوي او دغه سړک به له کندهار څخه تر باميان ولايت پوري وغځول شي. هغه وايي د دغه سړک مالي لګښت د اسيا پرمختيايي بانک له خوا ورکول کيږي او عملي چاري يې د فوايد عامي وزارت له خوا مخته وړل کيږي.

ښاغلي ارغوشي زياته کړه چي د دې سړک د مقدماتي سروې چاري د څو ورځو په اوږدو کي پيلوي چي سروې به يو کال دوام وکړي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي خوښي وښوده چي د هيواد په کچه يوه لويه پروژه ډيزاينيږي او ويې ويل چي دا سړک به د کندهار، اروزګان، ډايکنډي او باميان ولايتونو پر اقتصاد، امنيت او سوداګرۍ لوی اغېز ولري. هغه زياته کړه چي د کندهار ولايتي اداره د دې پروژې پوره ملاتړ کوي او هر ډول امکانات به په کار واچوي تر څو دغه پروژه پلې سي.

ښاغلي شمسي ټينګار وکړ چي د دې پروژې سروې بايد په دقت سره وسي تر څو د ځينو پخوانيو پروژو په څېر دا پروژه د ناسمي سروې له امله له ستونزو سره مخ نه سي. هغه زياته کړه چي د پروژې په تطبيق کي بايد د ولسواليو او هغو سيمو خلک چي سړک پکي تيريږي، په کار وګمارل سي، تر څو هم د سيمي خلکو ته د کار زمينه برابره سي او هم عام خلک د سړک په امنيت کي مرسته وکړي.

د ولايت مقام مرستيال وويل د هغو ولسواليو له مخورو او اوسېدونکو سره باید پوره مشورې وسي چي دغه سړک پکي تيريږي تر څو تر ممکنه حده د شخصي ملکيتونو د استملاک مخه ونيول سي. نوموړي ياد پلاوي ته سپارښتنه وکړه چي همدا نن د فوايد عامې د رئيس په ملتيا د ارغنداب ولسوالۍ له هغو لارو څخه ليدنه وکړي چي د دغه سړک مسير ټاکي.