کور / تازه خبرونه / د کندهار ځينو ځوانانو نن د نيال کښېنولو اشر وکړ

د کندهار ځينو ځوانانو نن د نيال کښېنولو اشر وکړ

د کندهار د ځوانانو مشورتي بورډ نن سهار د دغه ولايت په ښوونځيو کي د نيال کښېنولو اشر (حشر) وکړ.

په ښوونځيو کي د نيال کښېنولو په اشر کي د ځوانانو د مشورتي بورډ ګڼ شمېر غړو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو. دغه اشر د شاه محمود هوتکي لېسې، حاجي ميرويس خان نيکه لېسې او حاجي عرب منځني ښوونځي تر څنګ په ځينو نورو ښوونځيو کي ترسره سو.Kandahar youth

د ځوانانو د مشورتي بورډ مرستيال محمد ناصر مبارز په داسي حال کي چي تازه يې نيالګی کښېنولی وو، له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي د هيواد سمسورتيا د ټولو افغانانو په خاص ډول د ځوانانو مسووليت دی او د ځوانانو مشورتي بورډ د خپلو فعاليتونو په لړ کي نن په ښوونځيو کي د نيال کښېنولو اشر وکړ.

ښاغلي مبارز زياته کړه چي ککړه هوا، بېلابېل توپانونه او د هوا ګرمېدل هغه ستونزي دي چي نه يوازي نړيوال ورسره مخ دي، بلکي افغانان هم له دې څخه متضرر دي، نو لازمه ده چي هر افغان پخپل کور، کوڅه او ښوونځي کي نيالګي کښېنوي تر څو د ناروغيو، ککړي هوا او توپانونو مخه نيول سوې وي.

د ځوانانو د مشورتي بورډ غړي آصف پتيالي چي په دغه اشر کي يې ګډون کړی وو، وويل دا چي کوچنيان او ښوونځي د ورځي څو ساعته په ښوونځي کي تېروي، نو د ښوونځيو سمسورتيا تر بل هر ځای مهمه ده. هغه زياته کړه چي د کندهار ځيني ښوونځي نيالګيو او سمسورتيا ته اړتيا درلوده، دغه ضرورت ته په کتلو يې په ښوونځيو کي د نيال کښېنولو اشر وکړ او په ګڼ شمېر ښوونځيو کي يې د ځوانانو په ملتيا نيالګي کښېنول.

 

نوموړي له خپلو هيوادوالو وغوښتل چي پخپل کور، ښوونځي او سړک کي نيالګي کښېنوي او د هغوی روزنه او پالنه وکړي، تر څو يو آباد او سمسور کندهار ولري.