کور / تازه خبرونه / په بروکسل کي د افغانستان نړيوال کنفرانس جوړيږي

په بروکسل کي د افغانستان نړيوال کنفرانس جوړيږي

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د حمل د میاشتې په ۷ مه د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له پاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي روبرټ باب سام سره وکتل.

imageدواړو لوریو د افغانستان د بیا رغاونې وجهي صندوق د هڅونې پروګرام، د افغانستان په اړه د بروسلز نړیوال کنفرانس او د نړیوال بانک پسرلنیو ناستې ته د چمتووالي او د نړیوالې پراختیایي ادارې لاندې د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.

د مالیې وزیر د نړیوال بانک رئیس ته د نړیوال بانک د پسرلنۍناستې او د افغانستان په اړه د بروسلز نړیوال کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.

تمه ده چې د نړیوال بانک پسرلنۍ ناستې د روان میلادي کال د اپریل د ۱۵ څخه تر۱۷ مې پورې د امریکا په واشنګټن کې جوړه شي.