کور / طنز / طنزيه خبرونه

طنزيه خبرونه

 

طنز:

افغان کندهاری 

دکارپوهانو کمیسیون دیوي خبري ناستي پرمهال دولسمشراشرف غني دبرښنا کوټونو پرخبره اندیښنه وښودله اوویل چه ولسمشر دي پرخپله خبره یوځل بیا تجدید نظروکړی ، خدای مکړه چه دا دخیالي ښوونځیو اوکلینیکونو په ډول خیالي برښناکو‏ټونه نه وی .

دافغانستان دهواپیژندني اومترولوژی اداري دنوروز نه وړاندي دلویو طوفانو او سیلابونو وړاندویني کړې وي ،خووروسته دخدای په فضل سره داسي ونه سوه . دازادو رسنیو یومرکزپه یوه بیان کي وویل چه ممکن دهواپیژندني اداري په اشتباه سره  دتیر کال دنوروز دورځو راپور نشرکړی وی .

دافغانستان دصلحي شورا دلاس ته راوړنو اوفعالیتونو دلیدلو لپاره دیولوی مجهز تلي سکوپ دنصبولو چاري په چټکۍ سره پرمخ رواني دي اودنوموړي شورا دکړنو او لاس ته راوړنو انځورونه به دهمدي تلسکوپ په ‌ذریعه ترټولو وطنوالو پوري ورسوي . دافګار اداري وویل چه دنوموړي شورا کلني مصارف تردوه ملیون ډالرو اوړي اما ددي شورا لاس ته راوړني بیله تلسکوپه نه لیدل کیږي .

دافغانستان دترافیکو ریاست ، دچاپیریال ساتني اداري او دترانسپورټ مدیریت داینده کال دپلانګذاري په لړ کی پریکړه وکړه چه دکابل ښارڅخه وروسته به دکندهار ،هرات اوجلال اباد ښارونه به په لویو پارکینګونو بدل کړي اووویله چه دکابل ښار دنړی دلوی پارکینګ نړیواله جایزه وګټله .

دکندهارښار اوهوايي ډګر ترمنځ دسړک دجوړولو پروژي  دنړي دډیري اوږدمهالي پروژی جایزه وګټله اودنوموړي پروژي مسؤل وویل چه دا پروژه به دموجوده حکومت ترختمیدو یوکال وروسته داکمال ومرحلي ته ورسیږي .

دخورد او برد دکمیسیون دپریکړي په اساس رشوت ورکونکي اورشوت اخیستونکي دواړه مجبوره اومکلف دی چه د۱۵۱۵ شمیري په دایرولو سره دفساد دعالي ارګان دتولو مستحقو اووفادارو عالي رتبه کارکونکو سهمونه په وخت اوزمان سره تادیه کړی . نوموړي کمیسیون وویل چه دفساد دمخنیوی اړوندي اداري دکمیسون په بشپړ کنترول کی دي.

یوفیس بوکي ځوان یوډاکتر ته ورغی اوډاکتر ته یی وویل چه داسي درمل راکړه چه فیس بوک ورنه پاته سي ، ډاکتر ورته وویل چه ساده هلکه دادرمل نه غواړي صرف د ټاپ اپ کارتونه ماته راکوه انشالله په ۶ میاشتو کی به له فیس بوک نه خلاص شي .

یوسپورټی خبر:دافغانستان دکرکیټ ملي ټیم دخپلو ورستیو کامیابیو لهوجي نړیوال هک پک کړي دي .او زموږ خبریال ته یی وویل چه موږ دکریمصادق دمغزو څخه دکرکیټ لوبه ډیلیټ کړیده اوپرځای مو یو ویدیو ګیمورانسټال کړی دی چه نوربه کریم صادق دکرکیت په هکله فکرهم ونه کړي .