کور / تازه خبرونه / ملي امنيت په پروان ولایت کې د وسلو د یو لوی پټن ځای کشف کړ

ملي امنيت په پروان ولایت کې د وسلو د یو لوی پټن ځای کشف کړ

د ملي امتيت رياست وايي طالبانو  هوډ درلود په پروان ولایت کې یو شمېر تړلي بریدونه ترسره کړي چې له نېکه مرغه د ملي امنیت لوی ریاست منسوبین د دښمن له دغه ناوړه پلان خبر او د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په تګلر کلي کې یې ددوی د وسلو لویه زېرمه او ساتنځای کشف او له هغو یې:image

–      ۹۳ میله بېلابېل ډوله تفنګچې

–      لس کلاشینکوفونه

–      ۹ کلاکوفونه

–      ۴ کرینکوفونه

–      ۲ میله ام پور وسلې

–      د تفنګچې یوولس زره او دوه سوه مرمۍ

–      او د کلاشینکوف نهه زره مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د یادو وسلو او مهماتو په نیولو سره د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په پروان ولایت کې له یو لړ خونړیو ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړ.