کور / تازه خبرونه / طالبانو د ولسي جرګې ودانۍ په توغندۍ وويشته

طالبانو د ولسي جرګې ودانۍ په توغندۍ وويشته


طالبان ادعا کوي چي نن سهار لس بجې يې د کابل ښار دارالامان سیمه کې د پارلمان ودانۍ او ورسره نیږدې د عسکرو یوه مهمه نظامي قرارگاه په ګڼو توغندویو وویشتله.ولسي جرګه

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي توغندي پر هدف ليګيدلي او دده په وينا دښمن ته يې د سر او مال درانه  زیانونه اړولي دي.

د طالبانو لخوا توغول سوي توغندۍ داسي وخت پر پارلمان لګيدلي چي امنيتي چارواکي د امنيتي ستونزو په اړه وضاحت ته راغوښتل سوي وو.
که څه هم طالبان وايي چي په بريدونو کي يې ځاني تلفات اړولي مګر په پالمان کي د توغنديو لګيدلو له امله چاته زيان نه دی اوښتی.