کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د يوه ژورناليست مړی موندل سوی

په کندهار کي د يوه ژورناليست مړی موندل سوی

دا لیکوال او ژورنالیست دکندهار پوهنتون محصل وو او دژباړې په برخه کې له خبریال ډاټ کام سره همکاري کوله . دا تنکی محصل تر دوه میاشتني بند وروسته دبریښنا په شارټونو وژل شوی دی. Khabarial خبريال

دغزني ولایت اوسېدونکی بشیر احمد ریحان دوې میاشت ي‌ وړاندي‌ دکندهار پولیسو نیولی وو.  

دبشیر احمد ریحان دکورنۍ غړو خبریال ډاټ کام ته وویل چې بشیر تر وژل کېدو وړاندي شکنجه شوی او وروسته د برېښنا شارټونو پذريعه شهید کړل شوی دی. 

بشیر احمد ریحان دپوهنتون دامتحان په وروستۍ ورځ دکندهار پوهنتون څخه دښار پر لور راته چې ونیول شو. 

دریحان دکورنۍ غړي‌ وايي چې دکندهار پولیسو هغه په یوه پټ ځای کې ساتلی وو او دوی ته یې دهغه دصحت ډاډ ورکاوه . 

تېره ورځ د بشیر احمد ریحان مړی دکندهار په سپین بولدک ولسوالي کي د ډبرو له غره سره وموندل شو. 

د نوموړي مړی پولیسو روغتون ته لېږدولئ خو نور يې د پېښي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا مړی وروسته له هغه په کندهار کې موندل شوی چې دوې اونۍ وړاندي د کندهار دپولیسو هغي ویډیو افغانان او نړۍ وال ولړزول چې دشکنجې په موخه یې له یوه تنکي‌ ځوان څخه پولیسو په خوله غوښي غوڅولې . 

دبشیر احمد ریحان ورور خبریال ډاټ کام ته وویل چې دبشري‌ حقوقو ادارې او دګډ حکومت مشرتابه دي دکندهار له پولیسو وپوښتي‌ چي د دوی ورور یې په کوم جرم نيولئ او وژلی دی . 

بشیر احمد ریحان یو تکړه لیکوال وو چې دنلاین ژورنالیزم سره سره یې تر لسو (۱۰) کتابونو چاپ شوي چې ځیني یې ژباړې او ځیني نور یې په خپله لیکلي وو. 

دخبریال ډاټ کام په اداره کې (هیوادونه) برخه چلوله چې دنړۍ دټولو هیوادونو په تړاو یې معلومات تر لوستونکو رسول . 

خبریال اداره په دغه غم کې د شهيد ‌ریحان له کورنۍ سره شریکه ده او دکندهار دپولیسو ددغې شکنجې په تړاو نور معلومات راغونډوي‌ چې دکندهار دپولیسو ناوړه څېره خپل ولس ته ور وپېژني .