کور / هراړخیز / د ځوانيمرګ بشيراحمد ريان په اړه د کندهار پوهنتون اعلاميه

د ځوانيمرګ بشيراحمد ريان په اړه د کندهار پوهنتون اعلاميه

Kandahar university کندهار پوهنتونټولو ته معلومه ده چي زموږ ګران هیواد افغانستان تقریباَ د تېرو څلورو لسیزو را په دې خوا د جنګ او بدبختیو په اور کي سوځي ځوانان مو شهیدان، ښځي مو کونډیاني او کوچنیان مو یتیمان سول. دغي کرغېړني او تپل سوي جګړې زموږ څخه هر څه  واخیستل . هیواد ئې را ویجاړ او هري خوا ته ئې په یوه او بل نامه  د بې اتفاقۍ اور بل کړ، چي اصلي منشا‌ء  ئې له  د باندي څخه ده، د دې بېچاره اولس ستونزي او مشکلات ئې نور هم  ور  زیات کړل. د دغو ناخوالو په لړ کي مو په ډېري خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ، چي د کندهارپوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي، د دري ژبي او ادبیاتو د څانګي د څلورمي ټولګۍ یو محصل بشیراحمد،  د عبدالله ګل  زوی چي څه موده وړاندي  تر پوهنتون د باندي لادرکه سوی وو او وروسته تر ورکېدو وژل سوی دئ (إنا لله وإنا إليه راجعون) .Bashir Ahmad Rayan بشير احمد ريان

  نوموړي د ورکېدوسره سم د پوهنتون ادارې اړونده ادارو ته خبر ورکړی وو او د هغوی څخه ئې د مرستي غوښتنه کړې وه. کندهار پوهنتون دا ډول کړني په ټینګه  غندي او دځوانانوامنیت او خوندیتوب ته د اړوندو ادارو جدي پاملرنه غواړي. ځوانان د دې هیواد معنوي ارزښتونه او شتمنۍ دي، چي په سالمي روزني سره ئې زموږ ستونزي لږېدلای سي. 

د کندهار پوهنتون اداره د نوموړي محصل په شهادت غمجنه ده او خپله خواخوږي  د بشیراحمد د کورنۍ د غړو، د ښووني اوروزني پوهنځي  استادانو اومحصلانو ته  وړاندي کوي. الله تعالی دي موږ اوتاسي ټولو ته د زړه  صبر او زغم راکړي او  د داسي ورځي په هیله چي هیڅ  یوه  مور او پلار  د اولاد په غم، هیڅ یوه لوراو زوی د مور او پلار په غم، هیڅ  یو ورور د بل ورور په غم، هیڅ  یو همسایه او وطنداره د بل همسایه او وطنداره په غم غمجن نه سي .

په درنښت

دکندهار پوهنتون اداره