کور / کیسه / اوالدار اکا

اوالدار اکا

د ولي شاه طبیب لیکنه :

په ونه جګ ،په بدن تیار او دمنځني عمر درلونکۍ ؤ ، لوی ارت کالی به یی اغوسته لویه اوږده لنګۍ به یی تړله اوشمله به یی ترغاړی تیره یعنی شاته اړوله ، تاثیرلرونکی غټي سترګی یی درلودي ،ږیره یی کله خریله اوکله به داوربشو په اندازه  رسیدلي وه ، توربریتونه یی داغزیو په ډول تیره اوګڼ وه ، کله چه به یی ږیره خریلي وه نو دابه په دي معنی وه چه داوالداراکا مزاج نرم اوخوشحاله دی . دښار دیوی کوڅي په خوله کي یی یوه کوچنۍ دوکانچه جوړه کړي وه دمالټو سنترو اوکیلو ښه ډیر کریټان به یی ایښي وه ، همدا یی کاروبار ؤ ، په هغه وخت کی دمالټو اوسنترو دوکانونه ډیرلږوه .

اوالداراکا واده نه درلود دخپلي مشري کونډي خوراویو خوریی سره اوسیدی ، فدا محمد خوریی هم دده سره کارکاوه ، دکوڅي خلګ ډیر ځني خوشحاله وه . کله چه به ناولده سړی کوڅي ته ننوت نواوالداراکا به سترګه پسي وړله اوکله به چه ډیرشکي سو چه کوم غل مل نه وی نوفدامحمد ته به یی ورږغ کړه ، بابیه ورسه دکوره چای راوړه ، داداوالداراکا اوخوريي ترمنځ شفر ؤ چه یعني داسړی تعقیب کړه .

دکوڅي یوڅو غټوکو هلکانو داوالداراکا په میوو روږد وه په دوو درو ورځوکي به یی دماښام پرمهال یو کريټ ځني پورته کاوه ، هلکانو دځیرکتیا څخه کاراخیستی ، دماښام دتروږمۍ دخپریدو پروخت خصوصا په هغه ورځ چه به کریټونه ډیروه نوبه یی یوکريت پورته کی . اودمسجد پربام به یی میله پرجوړه کړه . 

یوه ورځ دمسجد ملا دهلکانو غالمغال واورید بام ته ورپورته سو اوپه تریو تندی اوقهر یی هلکانو ته وویل دخدای په غضب اخته سي دادخدای دکور څخه خو حیا وکی ، ولي دادچه هلکانو به برږوی ورته وایه اوترټولو نورو هلکانو ډیر رند او په هګی که چوڼیدلی ؤ وردمخه سو اودملاصاحب په لاس کي یی دوی داني سنتري ورکښیښودي ، ملا صاحب چه کریټ ولید دوی داني سنتري هیسته وغورځولي او په لږ لوړ اوازیی برږوي ته وویله خبیثه ما خطاباسي ، دماخستن دجومات وروسته به ګورو چه پلرونه مو لمانځه ته راسي ، هلکان سخت وارخطا سوه ، رنګونه یی ژړسوه ،برږوی په چالاکی دکریټه اوه اته داني سنتري په لمنه کی واچولي او ملاصاحب ته یی وویل ، درځه ملاصاحب ستا حق پرموږ پوردی دماخستن دلمانځه ازان دي وکه ،ملاصاحب په زړه خوشحاله ؤ په زینو کی دکښته کیدو پروخت یی برږوی ته وویل چه ځوانیمرګه داخالي کریټ هم واجري ته راوړه اوپوستکي دبامه لیری کی ،نور یی سرنه کی خلاص چه داکریټ دکومه کیږي .

یوه ورځ اوالداراکا دکوڅي په څنګ کی تاجوقصاب ته ودریدی سلام یی وکی ، تاجو پوښتنه وکړه اوالداراکا خدای دي خیرکی فدا محمد چیری دی چه ته راغلي ، اوالدارکا  وویل مامکه ته به نن زما یوکار کوي ، تاجو چه د پسه مغزی ترساتول لاندی کړي ؤ وویل وایه اوالداراکا یو اب حیات مه راڅخه غواړه نورنو ته امر وکه ، اوالداراکا شین دخندا ولاړي اووي ویل باداره داپیسي درواخله یوپسه رارانیسه چه خیرات یی کم . جانو قصاب ورغبرګه کړه چه څه پیښه ده چه خیرات کوي ؟ اوالداراکا وویل چه برایی می خوب لیدی چه ډیرلوی ښامار زموږ پرمېنه راتاوو سوی دی . تاجو په خندا سو اواوږده چاړه یی پرکاڼي تیره اوراتیره کړه وویل ملاصاحب ته دي خوب ویلی دی ؟ اوالداراکا وویل هو ملاصاحب راته وویل چه قیامت راروان دی خیراتونه وکی . تاجو قصاب پیسي داوالداراکا څخه واخیستي اوویل چه سبا سهار دلمانځه وروسته دي پسه وغواړه .

په دابله ورځ سهار وختي اوالداراکا دخپلی دوکانچي اوکریټو دسره ترپال لیری کړ اودخوریی سره دکریټو په اوډلو اوپرځای کولو اخته ؤ چه تاجو قصاب پسه ترڅټ نیولی او داوالداراکا په مخ کی یی ودراوه اوویل چه دادی پسه مي راوستی ،اوالداراکا دپسه پرشمزی لاس ورتیر کړ وویل الله دي جنت په نصیب که ښه چاغ دی را حلال یی که اوټوټه ټوټه یی هم که ،تاجوقصاب هم په ډیره چوپتیا لاس په کارسو ، اوالداراکا فدامحمد ته وویل چه ورسه دچوک  څخه داسي څوک راوله چه پټو یادوپټه یی پراوږو نه وي ، فدامحمد ولاړی خوپسله ځنډه راغي ،اوالداراکا ورته په قهرسو چه خلګ چیری دي؟ فدامحمد چه په ژبه توړی ؤ وویل ممما ټټولو دوو دوپټه درلوده ، اوالداراکا ورته وویل ځوانیمرګه زما مطلب غریبان دي ورسه مسکینان راوله ، فدامحمد دا واري پوه سو اورهي سو اوڅه شیبه وروسته یی لس پنځلس نفره راوستل ، تاجوقصاب غوښی تیاري کړي وی اوټولو غریبانو ته یی غوښي ورکړي ، اوالداراکا چه پردوکانچه ناست اوپه کوچني غیچي یی دبریتو پوجي کوله وویل : بابیه دکوڅګي غوښي وویشه او کوټیمورته یوسه چه ښه ښوروا جوړه کي داډیرعمر می دکوټي ښوروا نه ده خوړلي .

کلونه تیرسوه داوالداراکا کاروبار رونق پیداکړ یوبل دوګان یی خوریی ته واخیستی واده یی وکړ اویو دوه بچیان الله ورکړه خوده دکوڅي دخولي دوکانچه یی پري نه ښوده .

دکوڅي هلکان چه په ږیره ځوانان سوي وه دپخوا په ډول دمازدیګر دلمانځه وروسته پربام بانډار کاوه اوبرږوي به دغره ودوره کیسي اوټوکي کولي او مجلس به په ښایسته ؤ ، یوه ورځ دمازدیګر دلمانځه وروسته اولداراکا چه ستمهاری يي ؤ وبام ته راپورته سو اودمالټوکریټ یی دځوانانو به منځ کي کښیښود اوویل ناځوانانو چیري یاست ؟ غټان سولاست او په کرار کرار په ځینو کی کښته سو ، هلکانو یواوبل ته سره وکتل او ډیرخجل سوه .

ډیرکلونه وروسته چه شورویانو پرافغانستان یرغل وکړ، اوالداراکا لادرکه سو اوویل کیده چه اوالداراکا جهاد ته تللی دی اودجبهي قوماندان دی اوڅوکاله وروسته په شهادت ورسید او دنوم ورکو شهیدانو پرلست یی نوم ورزیادسو.

 

نوټ : ما داولدار نوم په هم هغه ډول ذکرکړی دی کوم چه مروج ؤ اودابه ممکن احوال دار ،حوال دار یا حواله دار وی ، خوعامه لهجه خوږه وی .