کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتونستان واټ د بيا رغوني په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت اعلاميه

د پښتونستان واټ د بيا رغوني په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت اعلاميه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اعلامیه !
دا چې په کابل کې د پښتونستان څلورلارې د بیا رغونې کار د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوی، نو په دې اړه زموږ له یو شمېر هېوادوالو سره اندیښنې پیدا شوي دي، پښتونستان واټ کابلچې د پښتونستان له نښان او نورو تاریخي نښونښانو سره بې احتیاطي ونه شي او له منځه ولاړ نه شي، دوی خپلې دا اندیښنې د ټولنیزو رسنیو او ټلیفوني اړیکو له لارې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي دي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل په دې اړه د کابل ښاروالۍ له مسؤلینو سره خبرې کړي او ډاډ يې تر لاسه کړې، چې د ښاروالي له خوا پر پښتونستان څلور لارې د بیا رغونې کار یوازې او یوازې د دې څلور لارې د لا ښکلا او ښې جوړونې لپاره تر سره کیږي، تر څو د کابل ښار په یوې ښکلې څلور لارې بدله شي،خو د پښتونستان تاریخي نښان او له ډبرو څخه جوړ شوي کوچیني غر ته به کوم زیان ونه رسیږي او له هر ډول لاسوهنې څخه به خوندي وي، نو له همدې امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دې خبرې ته يې جدي پام دی او پرې به نږدې، چې دغه تاریخي میراث ته کوم زیان ورسیږي.
په درنښت
محمد ګلاب منګل 
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر