کور / تازه خبرونه / لغمان: ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

لغمان: ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال اباد په لویه لاره د ګردي کڅ په سیمه کې نن  سهار پینځه نیمې بجې د یوې کرولا او یو لوی بارداره موټر د ټکر کېدو له امله په کرولا موټر کې دوه تنه په شهادت رسېدلي او ۳ تنه نور زخمیان شوي دي.Accident ترافيکي حادثه

په کرولا کې ناسته ټوله سپرلۍ نارینه ول، چې ۳ تنه زخمیان یې د سرخکانو په روغتیايي کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.

د لوی لارې د ټرافیکو د معلوماتو له مخې پېښه د کرولا موټر چلونکي د بې پامۍ له وجې رامنځته شوې ده.