کور / تازه خبرونه / د ملامحمد عمر مجاهد ورور او زوی ته دندي ورکول سويدي

د ملامحمد عمر مجاهد ورور او زوی ته دندي ورکول سويدي

نن ماځيګر طالبانو خبر ورکړ چي د ملامحمد عمر مجاهد ورور ملا عبدالمنان عمري او مشر زوی مولوی محمد یعقوب په خپلو ورسپارل شویو دندو رسما پیل وکړ.Taliban flag طالبان امارت بيرغ
د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي ياد کسان نن دوشنبه د طالبانو د مشرتابه او رهبرۍ ‌شوری غړیو په يوه ځانګړې غونډه کي چي دطالبانو مشرتابه، د رهبري شوری غړو او یو شمیر لوړ پوړو مسولینو او قومندانانو ګډون کړی وو ملا عبدالمنان عمري د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری د غړي او د دعوت او ارشاد کمیسیون د رئیس په توګه او مولوي‌ محمدیعقوب( مجاهد) د رهبرۍ شوری د غړي او په نظامي‌ کمیسیون کې د هیواد د ۱۵ ولایتونو د نظامي‌ مسول په توګه وټاکل شول او له ټاکنې وروسته دواړو نویو ټاکل شویو مسولینو په خپلو ورسپارل شویو دندو کې د پوره اخلاص ژمنه وکړه او رسما یې په دنده پیل وکړ.
ددې غونډي د جريان ږغ يا عکسونه رسنيو ته نه دي ليږل سوي او د ځای په اړه يې هم معلومات پټ ساتل سويدي.
د ملا منصور په مشرۍ طالب ډله کي پر مهمو پوستونو د ملا محمد عمر مجاهد د زوی او ورور د ټاکل کيدلو خبر تر خپريدو وړاندي ددوی تر منځ د ژور اختلاف اوازې اوريدل کيدي چي ځينو کارپوهانو دغه اختلاف اول د ملامنصور د مشرۍ د ننګوني او بيا د طالبانو د ټوټې کيدو پيلامه بلله، خو ددوی لخوا د دندو منل ممکن د طالبانو د وېشل کيدو ګنګوسې پای ته ورسوي.
دا وخت د ملامحمد رسول اخند په مشرۍ يوازي يوه وسله واله ډله د ملامنصور څخه  جلا سويده چي کله کله يې په فراه او د هرات په ځينو سيمو کي د خپلمنځي جګړو خبرونه خپرېږي.