کور / کیسه / چکچکي

چکچکي


لنډه کیسه – زلمي حلیميZalmai halimi زلمی حليمي 

استاد دخپل لاس تورسپین مخي ساعت ته وکتل بجې ترټاکلي وخت شل دقیقي تیري شوې وې ژر یې دسپینو کالو دمخ په جیب کي پروت قلم ته لاس کړ په قهر یې ووېل:
 – نور ټولګیوال موچيرته دي؟
شاګردانو یوبل ته سره وکتل دزده کوونکوله ډلي څخه یوه یې په لوړ ږغ جواب ورکړ:
– دافغانستان لوبه ده ځکه موهمصنفیان ټول نه دي راغلي.
استاد پرملامات شو له تور بیک ( بستۍ ) څخه یې څو سپیني ورًقي راویستې دغیري حاضرو زده کونکو خانې یې ورقید کړې شېبه وروسته یې ورو ووېل :
– ټول عمرمو پرکرکیټ تیرکړ درس اوخواري درڅخه پاتي ده!
په صنف کي چوپه چوپتیا شوه ښوونکي له حاضرۍ اخیستلو وروسته دتېري ورځي ددرس پوښتني شروع کړې دمخ په چوکیوکي ناستو دوو زده کوونکو یې سوالونو سم جواب کړل ورپسې یې دمنځ په قطارکي ناست شاګرد ته کوته ونیوه په لوړ ږغ یې ورته ووېل :
– ته ولاړ شه دتیري ورځي په درس کي موڅه ووېل؟
زده کونکی حیران ودریدی لاندینۍ شونډه یې ټنګه په غاښوکي ونیوله، څټ یې وګراوه سترګي يې په چت کي ښخي کړې خوفکر یې هېڅ کار ونه کړ بې جواب شو!
استاد دسپیني تختې مخته خواشینی ودریدی شېبه ورسته یې په تونده لهجه ووېل :
ـ له مکتب څخه مورشخند جوړکړی دی!
دټولګي په منځ کي بل زده کونکي ته يې اشاره وکړه
ـ ته راته ووایه دتیري ورځي دتدریس مهم ټکي څه وو؟
شاګرد غلط جواب ووایه! 
دټولګۍ په پای کي یوه هلک په زوره چکچکي کړې دصنف خاموشي یې ماته کړه زده کوونکو ټولو په زوره وخندل   
استاد په قهرشو
– غلي شئ
شاګردان ټول چپ شول ښوونکی دچوکیو په منځ کي  دصنف پای ته ورتیرشو شاګرد ته یې په خواشینۍ ووېل :
–  ولي دي چکچکي ورباندي وکړې ؟
شاګرد وارخطا پرخپل ځای ودریدی.
استاد
– تاته وایم ولې رشخند وهې ؟
شاګرد ژر له غوږو ګوشکۍ لېري کړې ورو یې ووېل 
ـ رشخند مي نه دی وهلی څلورم یې وراوټ کړ نبي ویکیټه واخیسته ما چکچکي کړې استاد له قهره ورته وخندل  
پاي: