کور / تازه خبرونه / د پوهنې رياست مشورتي بورډ د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په مشرۍ ناسته وکړه

د پوهنې رياست مشورتي بورډ د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په مشرۍ ناسته وکړه

د پوهنې رياست مشورتي بورډ د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په مشرۍ ناسته وکړه
د ناستې په پيل کې د پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي د پوهنيز وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ازادې سيالۍ له لارې يې شاوخوا ۸۰۰ تنه د بېلابېلو دندو لپاره جذب کړي دي، د نوموړي په خبره چې په جذب شوو کې شپږ سوه پنځوس تنه يې ښوونکي دي، يو سل څلوېښت تنه يې تغير او تبديل کړي او د نارينه ښوونکو پر ځای يې دوه پنځوس تنه ښځينه ښوونکې ګمارلي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې د پکتيا پوهنې رياست ته په ۱۳۹۵ کال کې پينځه ويشت پروژې ورکړل شوي چې پکې د ښوونځيو د احاطو جوړول او د څاګانو کېندل شامل دي.
د پکتيا پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد خالد حبيب هم د ښوونيز وضعيت د ښه کېدا په اړه خپل وړانديزونه وکړل او ويې ويل چې دوی په پکتيا شپېته هوايي ټولګي تثبيت او تړلي دي، نوموړي د پوهنې په برخه کې د سمون لپاره د تفتيش د ځينو غړو د ادلون بدلون غوښتنه هم وکړه.
د پکتيا د کرنې پوهنځي استاد اسماعيل لاروي وويل چې د پکتيا اويا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې دا ستونزه دې له پوهنې وزارت او مرستنديه ټولنو سره ياده شي. نوموړي په کانکور کې د بې نتيجې زده کوونکو د برخليک په اړه وويل چې په پکتيا کې د لوړو زده کړو شخصي موسسې دې په تخفيف سره دغه زده کوونکي جذب کړي.
پکتيا والي نصرت الله ارسلا د خپلو خبرو پر وخت وويل چې د پوهنې رياست لپاره يې دغه مشورتي بورډ د ښوونې او روزنې د کيفيت ښه کېدا او بډاينې لپاره جوړ کړی او غواړي چې پرتې ستونزې په تدريجې ډول له منځه يوسي.
نوموړي د مشورتي بورډ غړو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې د ضعيت د ښه والي لپاره به ورسره بشپړه همکاري کوي او له دوی سره په ګډه به په مرکز کې له اړونده ادارو د مرستې غوښتنه وکړي.

صديق الله پوپل