کور / نثر / عطايي (مُلا) او ټاگور

عطايي (مُلا) او ټاگور

نثار احمد اريا

غالباً د ١٣٩٣ل کال د پسرلي وروستۍ ورځي وې. ملا (محترم عبدالهادي عطايي) کندهار ته راغلى وو. داچي توت پاخه سوي وه، نو يوه ورځ پروگرام داسي جوړ سو، چي په ارغنداب کي د يو ملگري باغ ته ولاړ سو. موږ څو ملگري او ملا ماځيگر د ارغنداب پر خوا ور رهي سوو. 

د باغ په منځ کي پر يو هوار ځاى پلاسټيکي فرش هوار وو. څو ځوانو فرهنګيانو (استاد محمد رسول فيضي، مطيع الله روهيال، سيد احمد قانع، خليل الله سروري، اسدالله ارماني، عبدالروف خان، ما آريا او ځينيو نورو…)او يو په زړه ځوان خو په فزيکي لحاظ ښايسته سپين ږيري د مجلس دايره جوړه کړې وه. د سپين ږيري اوږدې سپيني ږيري او پر منځ اړولو لنډو شناوۍ څړنو د هغه سره او سپين نسبتاً اوږده مخ ته زيب ور کړى وو. ځوانانو په مينه سپين ږيري ته کتل او له هغه څخه ئې د کندهار د پخوانيو ادبي او فرهنګي څېرو او اوسنيو ادبي مسايلو په اړه پوښتني کولې. هغه د سترگو په مينه، د ژبي په علميت او ظرافت له خاطرو سره مل د هغو پوښتنو ته جوابونه ويل.

ما چي د ملا پر نوې چاپ سوې، شعري مجموعه (د وخت ضرب) باندي د ملا خپله سريزه تازه کتلې وه او د ملا د بانډار د ميني له ډک انداز او د هغه د صوفيانه او روحاني څېرې ته له کتلو څخه مي خوند اخيست، په موسکا وپوښت:

– آښه بابکه دا ستا په شعر کي د ټېگوريزم اثار نه معلوميږي؟

هغه له مسکا سره مل مينه ناک راته وکتل. د هغه تر څه ويلو مخکي ئې خوريي خان (چي ملا ئې خپل بچى بولي او زما د ښوونځي د دورې همصنفۍ دئ) په خندا راته وويل:

– تې دا سټايل ته گورې؟!

– يا، ما ئې د کتاب له سريزي څخه داسي اخذ وکى.

پر دې موضوع څو نوري خبري هم سره تبادله سوې او بيا موضوع بدله سوه. څو مياشتي وروسته چي ما د کندهار مجلې له پاره د خپلي ژباړي (نوبل جايزه وړونکي اديبان) په لړ کي د ټاگور په اړه ليکنه ترجمه کوله، نو يو ځل بيا داسي ټکو ته متوجه سوم، چي ماته د ملا او ټاگور مشابهتونه ښکاري.

د ټاگور نثري او نظمي آثار چي څوک مطالعه کړي، نو دا خبره به ورته څرگنده سي، چي تر بلي هري موضوع ئې د ميني تله درنه ده. گيتانجلي د ټاگور تر ټولو نامتو اثر بلل کېږي. د دې اثر نژدې ټول نظمونه مناجاتونه دي او د ډېرو نظمونو موضوع ئې له لوى خداى سره پر مينه راڅرخي. د پښتو ژبي تکړه شاعر پيرمحمد کاروان د دغه اثر د محتوا په اړه کاږي:̎  د گيتانجلي ډېر سرودونه له لوى خداى سره له راز او نيازه ډک دي. دلته لوى جمال د شاعر معشوق دئ. له نورو معشوقو سره مينه لنډه تنگه وي، ځکه خو گيتانجلي د وړې مينې پر ځاى لويې مينې ته غېږه پرانيستې ده̎ (١، ٧٨م) عطايي (ملا) خپله شاعري پر دوو کټگوريو وېشلې ده. يوې ته خپل د جاهليت د دوران شاعري (چي ډېره برخه ئې د وخت ضرب کتاب په پاى کي راغلې ده) وايي او بلي ته ئې د ميني د سوز او د حُسن د ساز د شاعرۍ نوم ورکړى دئ. د ټاگور په څېر د نوموړي د دې شاعرۍ ډېره برخه هم له لوى خداى سره پر راز او نياز راگرځي او تر ډېره بريده د مناجاتونو رنگ لري. زما په فکر له لوى خداى (ج) سره په دونده کثرت د ميني راز و نياز د ټاگور او ملا د شاعرۍ مشترک ټکى گڼلاى سو.

د محترم عطايي (ملا) لومړنۍ شاعري که څه هم له وروستۍ شاعري سره د مضمون او رنگ له پلوه توپير لري، خو د ده پر فطرت باندي د ميني او حُسن مضمون دونده غالب دئ، چي د هغې شاعرۍ پر محتوا ئې هم تر بلي هري موضوع زيات د ميني او ښکلا غلبه ډېره ده. نوموړي د خپل کتاب (د وخت ضرب) په سريزه کي دغه ټکي ته پوره اشاره کړې ده او د خپل يو اوبتدايي شعر يو نيم بيتى ئې په لاندي ډول راوړي دئ:

زه شاعر يم، زه شاعر يم

زما کار دئ مينه حُسن

نور له هر څه نه منکر يم (٢، د م)

​د مُلا د شعر او فطرت څخه داسي ښکاري، چي مينه او ښکلا پرستي د ده په خټه کي اغږل سوې ده. البته په دې برخه کي چي د ده او ټاگور تر منځ يو توپير څرگند دئ، هغه د ده د شعر مستي ده او د ټاگور د شعر سنگيني ده. ټاگور په خپل شعر کي له لوى خداى سره د خپلي ميني راز او نياز په ډېره نرمه او له سُروره ډکه ژبه سره کوي، خو عطايي ملا بيا دا يادونه په خورا مستي سره کوي. د ده په پخوانيو شعرونو کي دا مستي د رندتوب او په وروستۍ شاعري کي د عارفانه مستۍ او وجد رنگ لري. 

​د مُلا او ټاگور تر منځ د مشابهت بل ټکى د فطرت له ښکلا سره عشق دئ. ټاگور پر فطرت مين وو. د هغه په نژدې ټولو آثارو کي د فطرت د ښکلا څرکونه او يادوني ليدل کېږي.اردو ژبي ليکوالان خالد اقبال ياسر او محمد ارشد رازي هم دې ټکي ته اشاره کوي او په دې اړه ليکي: ̎ ټاگور د بنگال له فطري منظرو سره مينه درلوده. همدا لامل دئ، چي په شاعرۍ کي ئې د پدم د سمندر منظرې په وار، وار ليدل کېږي.(٣، ) د مُلا د کتاب سريزه او ځيني شعرونه که په پام کي ونيسو، نو ويلاى سو، چي مُلا هم د فطرت له حُسن سره عشق لري. نوموړى د خپل کتاب په سريزه کي ليکي: ̎د دوبي د تاوده ماښام د توربخن شنه آسمان په غېږه کي د ځلېدونکو ستورو او رڼې سپوږمۍ سره ماشومانه راز و نياز مي اوس هم ياد سي، د پسرلني سبا سحر لندې وږمې، د تنکيو شگوفو پر پاڼو د پرخي د رڼو څاڅکو امېلونه، د بهېدونکو ويالو شينکۍ غاړي مي اوس هم تر سترگو، سترگو کېږي. د چوغکو چڼ، چڼ د مرغيو امبا، امبا، د غواگانو ړمبا، ړمبا مي اوس هم د ذهن د زېر او بم په دنيا کي شور کوي او له ځانه سره مي داسي ځاى ته بيايي، چي په ژبه يې نه سم بيانولاى̎(٢، ح م) او دا ئې هم د يو شعر څو بيتونه: 

سيند شڼېږي له مستيه

څپې سر وهي له گاري

ساحل غلى، غلى خاندي

پاکوي له شگور خاوري

***

د سپوږمۍ زريني وړانگي

د دلبر آسمان له غېږي

د ځنگله په گڼو ونو

په لمن، لمن اورېږي (٢، ١٦١م)

​د ټاگور د شاعرۍ روح د ده مشهور اثر گيتانجلي دئ. د گيتانجليپښتو معنا د سندرو نذر ده. زما د معلوماتو له مخي ټاگور لومړنى صوفي شاعر دئ، چي خپل معشوق (لوى خداى ج) ته د سندرو نذرانه وړاندي کوي.عجيبه دا ده، چي محترم عطايي (مُلا) هم دې وينا ته بې طاقته سوى دئ او خپل جانان ته د تورو نذرانه وړاندي کوي:

دا د تورو ساحري ده، و جانان ته نذرانه ده

ښاريه وهي د عقل، د (مُلا) د خيال دُره ده (٢، ٧٦م)

​داچي د مُلا دغه کار توارُد که تقليد دئ، يو جلا بحث دئ. البته زما له پاره په زړه پوري دا ده، چي دغه کار مي د نورو صوفي شاعرانو په کلام کي نه دئ، تر سترگو سوى. 

​د مُلا او ټاگور د کلام يو بل مشترک ټکى ښايي دا وبولو، چي دوى دواړه له خپل ياره سره د وصال په خاطر له مرگ سره مينه ښيي.  ښاغلى پير محمد کاروان د ټاگور د دې اړخ په اړه کاږي:̎  شاعر په ډېرې هنرمندۍ او ډېر صداقت د مرگ سندرې بولي، ډېر ځله مو له مرگ سره اشنا کوي، مرگ د يوه ښکلي معشوق په څېر زموږ سترگو ته دروي. لوى کمال يې په دې کې دى، چې د مرگ غوندې وېروونکى موجود راته په ښکلا بدلوي او له ژوند نه هم زړه نه توروي. دى وايي بې له ترهې، بې له وېرې ښکلى ژوند وکړئ او کله چې له ژوند سره خداى پاماني کوئ، نو مرگ ته هم په مينه ورغاړي وځي.

​ټاگور ته د ژوند په اوښکه کې د مرگ د رنجو رنگ ښايستوکى ښکاري او د مرگ د همدې رنجو له برکته د يو بل نااشنا او ښکلي جهان د نندارې هيله من دى…̎   (١، ٧٩م) د محترم عطايي مُلا په شاعرۍ کي هم د دې ټکي څرکونه ښکاري خو په لاندي غزل کي ئې دا اړخ ډېر څرگند او بارز دئ:

مرگه! جار دي تر پنجو سم، د جانان په لور مي بيايي

خو دا سترگي کړه لږ نرمي، د ارمان په لور مي بيايي

له دې توري تنگي ځمکي، د اغزن اغزن ماښام نه

د ورېښمين سحر په غېږ کي، د آشمان په لور مي بيايي

دا اوږده درانه کلونه، د زندان دوږخي کندي

تا د باد وزري راوړې، د رضوان په لور مي بيايي

ژونده درې کاڼي طلاق دى، که بيا سترگي درښکاره کړم

زه د مرگ سترگو اخيستى، د رُمان په لور مي بيايي

د دوږخ دوږخ نفرت نه، ځم د ميني و جنت ته

د رحمت فرشتې ناڅي، د رحمان په لور مي بيايي

ژونده! خوږ فرېب دي اخله!، د وسواس دا اوږده تبه

د مرگ تريخ حقيقت راغى، د ايمان په لور مي بيايي

اې پردېس! بېکس ماښامه، نن مي کلى په زړه اوري

داسي ښکاري مرگ را رسي، د خپل خان په لور مي بيايي (٢، ٦٢م)

​مُلا په خپله پورتنۍ غزل کي د ټاگور په څېر مرگ ته په مينه غېږ ورکوي. دا د ده او ټاگور يو داسي مشترک ټکى دئ، چي ما د نورو شاعرانو په اثارو کي نه دئ ليدلى. د مرگ په اړه ډېرو شاعرانو شعرونه ويلي دي، خو پر دې شعرونو د نهيليزم سيورى غوړېدلى وي. په دې اړخ کي د مُلا او ټاگور شاعري له نورو شاعرانو سره په دې فوقيت لري، چي دوى مرگ د بېرونکي پديدې پر ځاى يو مينه ناک شى معرفي کړى دئ.

​ټاگور او مُلا دواړه صوفيان او عارفان دي. زما په نظر د دوى د شعر توپير له نورو صوفي او عارفو شاعرانو سره په دې کي دئ، چي دوى د ميني تر څنگ ښکلا ته هم ډېره توجه کړې ده او له دې لاري خپل اصلي معشوق ته د ورنژدې کېدو هڅه کوي. 

څنگه درسم ستا درشل ته، له چا وپوښتم ستا حال؟

زه ذره د يو ذرې، ته جلال د ټول جلال

داسي ښکاري چي مين سوم، زه او زما اوښکي دليل

داسي ښکاري چي بل نسته، ته او تسا حسن مثال

…(٢، ٦٩م)

 

ماخذونه:

١. کاروان، پيرمحمد، د گيتانجلي د درېيم چاپ دوهمه سريزه، د بېنوا فرهنگي ټولني چاپ، ١٣٨٣ل، کندهار

٢. ملا، عبدالهادي، د وخت ضرب، د لومړي چاپ سريزه، د ځلاند صحاف خپرندويي ټولني چاپ، ٢٠١٥م، کوټه.

٣. آريا، نثاراحمد(ژباړه) خالد اقبال ياسر او محمد ارشد رازي (ليکوالان)، نوبل جايزه وړونکي اديبان، د کندهار مجلې د ١٣٩٤ل کال د دلو او حوت گڼه.