کور / شعر / د شهيد پتيال په شعر کي عقيدوي پراډاکس

د شهيد پتيال په شعر کي عقيدوي پراډاکس

نثار احمد اريا

​د شپاړسو، اوولسو کالو راهيسي د ادبياتو په مطالعه باندي خپل ذوق خړوبوم. په دې اوږده موده کي مي په ملي او نړۍ واله کچه ډېري لنډي کيسې نالونه او نوري ادبي ليکني لوستي دي، خو شعر مي ډېر نه دئ لوستى. له شعر سره مي چنداني علاقه نسته. کله چي ځوانيمرگ پتيال شهيد سو، نو گران يار ښاغلي روهيال راته وويل:" د کندهار مجلې راتلونکې گڼه شهيد پتيال ته ځانگړې کوم، نو که دي يوه ليکنه وکړه." د شهيد د حق د ادايني هڅي او د گران يار غوښتني دې ته اړ ايستم، چي د ځوانيمرگ پتيال شاعري وگورم. 

کله چي مي د شهيد پتيال شعر ولوست، نو د شعر ځينو اړخونو ئې خوند راکى. د نوموړي په شعر کي عقيدوي پراډاکس  (Paradox) يو له هغو اړخونو څخه وو، چي زما توجه ئې جلب کړه.

​"پراډاکس (Paradox)د لاتيني ژبي د (Paradoxum) له کلمې څخه اخيستل سوې کلمه ده. دغه کلمه د (Para) يعني ضد، مخالف او (doxa) يعني راى، مفکوره له کليمو څخه ترکيب سوې ده. د پراډاکس له پاره په پښتو او دري ژبه کي د تناقض کلمه مناسبه بلل کېږي…د بلاغت پوهني په اصطلاح کي دغه کلمه پر هغو خبرو اطلاقيږي، چي په ظاهره متناقضي او بې معنا وي، خو په اصل کي سمي او له ښکلا څخه برخمنيوي". (١م،١مخ) په بله وينا "پراډاکس هغه خبرو ته ويل کېږي، چي په ظاهره متناقضي وي، خو د دغه تناقض تر شا يو داسي حقيقت پټ وي، چي دغه تناقض له منځه وړي".(٢م، ١٦٧مخ)

​د شهيد پتيال د شعر د مطالعې پر مهال له څو داسي بيتونو سره مخ سوم، چي پراډوکسي ښايست او هنريت ئې درلود. د نوموړي دغسي بيتونو ته ما د عقيدوي پراډاکس نوم ورکړ. د هغه ځوانيمرگ يو بيت داسي وو:

له محرابه بغاوت دئ له توبو توبه ګاري ده
د ګناوو پر لار باندي تر ايمانه به ورځو

(٣م،٣١مخ)

​"د گناوو پر لار تر ايمانه ورتلل" ډېر عجيبه متناقض حالت دئ. دغه تناقض له ډېر لوړ تخيله ډک دئ. زما په فکر دغه خيال د يو عادي شاعر تر وس وتلې خبره ده. دا داسي خيال دئ، چي د شاعر د کمال اوج ترې معلوميږي.  

د پراداکس صنعت په اسلامي تصوف کي هم تر سترگو کېږي. "د صوفيانو او عارفانو په اصطلاح کي هغه متناقض کلام ته شطح ويل کېږي، چي يو صوفي يا عارف ئې د وجد په حال کي د شرعي خلاف له خولې راباسي. په دغه مسلک کي د شطحي ښه بېلگه د حسين بن منصور حلاج د "اناالحق" ناره ده.(٢م، ١٦٧مخ)

​په پورتني بيت کي شهيد پتيال له عقيدوي پراډاکس څخه کار اخيستى دئ. په دغه پراډاکس کي نوموړي د منصور پر پله قدم ايښى دئ او په داسي لار او طريقه ئې د خپل ايمان د تازه کولو هڅه کړې ده، چي د نورو له پاره خطر دئ. نور ئې تصور نه سي کولاى. البته داچي د گناهونو پر لار څوک تر ايمانه نه سي ورتلاى، نو له دې څخه څرگنديږي، چي شاعر برعکس خبره کوي او دغه کار ئې يوازي د هنريت په خاطر کړى دئ. په لاندي بيت کي هغه دغه لار لا پخه کوي:

د هوس څراغ به ساتو په سپېڅلو روڼو تېلو
د مست خيال پر وزرونو تر سبحانه به ورځو

(٣م،٣٢مخ )

​​"د هوس څراغ په سپېڅلو روڼو تېلو بل ساتل " د دغه غزل يو بل هنري پراډاکسي مفهوم دئ. هوس هغه څراغ دئ، چي عموماًپه ناپاکو تېلو بلېږي. همدا لامل دئ، چي زاهدان ئې روڼا ته نه کښېني او له دې څراغ څخه د گوښه توب نارې وهي، خو شهيد پتيال له دې څراغ څخه ځغلي نه، هغه دغه څراغ ته پاک او سپېڅلې تېل وراچوي. هغه بل ساتي او له روڼا څخه ئې گټه پورته کوي او په نتيجه کي ئې ځان تر خپل سبحانه رسوي.

​يو بل بيت ئې داسي دئ:

ته دُرې مه راوړه دلته، ما د جام نُور كي ليدلي
چي كعبه وي چي طواف وي پر ايمان باندي را ګرځم

(٣م، ٤٤مخ)

​د پورتني بيت له مفهوم څخه په ظاهري ډول داسي څرگنديږي، چي شاعر په ډاگه د خپلي يوې گناه يادونه کوي، خو زما په فکر اصلاً داسي نه ده. شاعر دغه کار يوازي د هنر د تقاضا له اسيته کړى دئ او په دې کار کي بريالى سوى هم دئ، ځکه د جام په نور کي پر کعبه او ايمان باندي طواف خورا خوندور پراډاکسي تصوير دئ. د دې غزل بل بيت داسي دئ:

له سرمستي ميكدې مي دغه سُود كړله زاهده!
چي سبحان باندي را ګرځم پر يزدان باندي را ګرځم

(٣م، ٤٥مخ)

​په دې بيت هم کي هم پورتنۍ خبره ده. البته د لا پخلي له پاره ئې بايد ووايم، چي که (خداى مه کړه) د شاعر باطن هم د هغه د ظاهر په شان واى، نو ښايي هغه هيڅکله هم پر کعبه، ايمان، سبحان او يزادان باندي د راگرځېدو يادونه کړې نه واى. له دې څخه داسي معلوميږي، چي نوموړي د دې هرڅه ارمان او هيله لرله.

ځوانيمرگ پتيال په يو بل بيت کي وايي:

په ګناهو كي يې د عمر ثوابونه ښخ دي
پتيال به ور نه سي هيڅ وخت د مُلاجان تر كوره

(٣م،٣٤مخ)

​په پورته بيت کي شاعر د يوې بلي متناقضي ادعا يادونه کوي. نوموړى خپل گناهونه ثوابونه گڼي. زما په فکر دلته شاعرمُلا جان ته دا يادونه کوي، چي تاته خو زما هرڅه گناهونه ښکاري، خو داسي نه ده، بلکي زما په دغه گناهونو کي هم ډېر ثوابونه پټ دي. توپير يوازي دونده دئ، چي تا خپل ظاهر ته ډېره توجه کړې ده او ما د ظاهر پر ځاى خپل باطن جوړ کړى دئ. 

د پراډاکس په اصطلاحي تعريف کي مو مخکي وويل، چي دغه ډول مفاهيم په لومړي سر کي خورا پوچ او بې معنا ښکاريږي، خو د دغه ظاهري تناقض تر شا يو حقيقت پټ وي. د کلام په دغه ظاهري تناقض کي پټه ښکلا او رمز لوستونکى يا اورېدونکى ځان ته جلبوي او د شاعر کلام ته هنريت ورکوي.

​تېرو بيتونو او پر هغو بحث ته په کتو سره زه دا ويلاى سم، چي شهيد پتيال د پراډاکس له صنعت څخه په خورا هنري ډول گټه پورته کړې ده او په دې کار سره ئې نه يوازي دا چي د لوستونکي پام خپل شعر ته اړولى دئ، بلکي زما په نظر خپل کلام ئې د کمال داسي حد ته رسولى، چي له ښکلايزي فلسفې سره سر خوري.  

دا ئې هم د ځوانيمرگ شهيد يو بل پراډاکسي بيت:

ما خو ژوند د خُم پر څنډه او تا ژوند خلوت كي تېر كړ
د حساب په ورځ به دواړه يو له بله سره ګورو

(٣م، ٤٦مخ)

ماخذونه:

١. حسن‌لی، كاووس (دكتر)http://aryaadib.blogfa.com/post-

٢.داد، سيما، فرهنگ اصطلاحات ادبي، د انتشارات مرواريد چاپ، (١٣٨٥) تهران.

٣. پتيال، عبدالقديم، انکار، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رياست چاپ، ١٣٨٩ل کال، کندهار.