کور / خبرتیا او پيغامونه / اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علي محمد مخلص دېوان چاپ کړ

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علي محمد مخلص دېوان چاپ کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه په لارښوونه، د بیهقي خپرونو ریاست د پښتو ژبي د کلاسیکي شاعرۍ د مطرح شاعر علي محمد مخلص دېوان چاپ کړ.Ali mohammad mukhlis mokhlis

په ۷۳۷ پاڼو کي ددغه دېوان د اوډني، مقابلې، سریزي، لمنلیکونو، لغوي زېرمي او زیاتونو، زیار ښاغلي محمد هارون خپل شعشعي ګاللی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني او استاد محمد معصوم هوتک په خپلو لیکنو کي ددغه دېوان پر منخپانګه سربېره، د ښاغلي هارون خپل زیار ستایلی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۵۹م کتاب په توګه دا دېوان د زرو ټوکو په شمېر چاپ سوی دی. ددغه اثر په چاپېدلو، د وروستیو میاشتو په اوږدو کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چاپ سویو کتابونو شمېر پنځلسو ته ورسېد.