کور / هراړخیز / ایاپوهیږئ چې دلغمان ادارې څه کړي ؟

ایاپوهیږئ چې دلغمان ادارې څه کړي ؟

عابد

د وروستۍ یوې نېمې لسیزې دپراخو مرستو سره ،سره به چې کله لغمان ته ولاړې نو دپرمختګ چندانې څرک به پکې نه لګیده،شوي کارونه يې هم دټیټ کیفیت له امله د خلکودسختو نیوکو سره مخ وه،د سل بستریزروغتون چارې يې هم دیو شمېرنامعلومو  عواملو له امله دپيلیدو وروسته پوره څلورکاله همداسې ټکنې وې،د سترو حیاتې پروژو سربندونو،پلونو،روغتونونو او کانالونو کیندل خو ان دچا په خوب کې هم نه را تلل ،کمزورې حکومتدارۍ او دننګونو ډک نا امنه چاپيریال له ډیرو دژوند لوری خطا کړی و،دنړیوالو موسساتو،مرستندویا اوخیریه بنسټونو پاملرنه دغه ولایت ته خورا کمه وه،له تېرو يې تیریږم خو هغه چې په دې وروستیو  اتومیاشتو کې ترسره شوې او یايې دترسره کیدو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي په لنډ ډول يې یادوم.

په لغمان کې اوس،اوس دحکومتدارۍ بنسټونه کېښودل شول،په ادارو کې دمامورینو حاضري دپخوا په پرتله  خپل وروستي حد ۹۹ سلنې ته رسیدلې،په مقرریوکې دشفافیت اصل په پوره پوره توګه رعایت شوی،د شفافیت په رڼا کې په مرکز او ولسولالیو کې د جندر درعایت په نظر کې نیولو سره تر ۴۰۰ پورې ځوانانو ته په دولتي ادارو کې دکارکولو زمینه برابره شوې،د امنیتي ارګانونوترمنځ دهمغږۍ روحیه په بشپړه توګه پياوړې شوې ،ولسوالیو ته دولایت مقام رهبري پرلپسې سفرونه او له نږدي په ولسوالیوکې دمیشتو اوسیدونکو دحال احوال پوښتنه ددې لامل شوې چې ولسي باور پر دولت زیات او د ولس او دولت ترمنځ واټن راکم شي ،سوله ییزو هڅو پراختیا موندلې، دولس او دولت ترمنځ واټن راکم شوي او دهرې ولسي ستونزې او غوښتنې په پام کې نیولو په موخه په پرلپسې توګه د ټولنې د هر قشر  سره جلا،جلا مشورتي ناستې ترسره شوي، د ګډو مشورو په پایله کې دپرمختګ پر لور ګام اخیستل شوی.

دلغمان په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دسخت بودجوي بحران سره ،سره په بېساري توګه انکشافي چارو پراختیا موندلي،دسل بستریز روغتون په ټپه  ولاړې چارې بیاپيل شوې، چې خوشبختانه اوس نیمه سلنه کار ېې بشپړ شوی او پاتې يې هم دبشپړ نظارت او مراقبت لاندې په ښه شکل سره  روان دی، ددې ډاډ شته چې انشاء الله ژر به يې ټولې چارې تکمیل او نور به اړتیا ونه لیدل شي چې لغمان دې په دې برخه کې په کابل او ننګرهار خپله تکیه  وکړي .

دبابا صیب تاریخي زیارت ته دغځیدلي سرک دجوړیدو چارې هم په ښه شکل سره روانې دي چې ژر به په اساسي توګه جوړ شي،دبرښنا دشبکې په غځولوسره دمهترلام ښار شاوخواسیمو په ګډون تر اتلس سوو زیاتې کورنۍ روښانه شوي او په دې برخه کې ګړندی کار روان دی.

د سربندونو،استنادي دیوالونو  او یو شمېر نورو کوچنیو او لویو پروژو ترڅنګ  چې تطبیق شوي دي،دخلکو په ژوند کې د مثبت بدلون،دبېکارۍ دکچې راټېټولو ،اقتصادې ودې او دمظلومو  او غریبو  کورنیو دلاسنیوې په موخه د ودان موسسې لخوا د مهترلام په مرکز اوولسوالیو کې د ۱۱۴ملیونه افغانیو په ارزښت دوه کلنه پروژه بل هغه څه دې چې په وروستیو میاشتوکې يې دلغمان خلک شاهد دي.

لغمان ته ددې ټولو باوجود د ولایتي ادارې رهبري په نه ستړي کیدونکو هڅو اوتلاشونوسره دنړیوالومرستندویه نهاونو اوخیریه بنسټونو پاملرنه دپام وړ زیات شوې ،یوشمېر موسساتو عملاً په دغه ولایت کې خپل دفترونه پرانسي او په پرلپسې توګه يې په بېلابېلو پړاؤنوکې دغریبو،نادارو،یتیمو اوبې سرپرسته کورنیو سره دخوراکې ،غیرخوراکې  اونغدي مرستو مرستې  کړيدي.

د لغمان ولایتي ادارې پرلپسې د دغه ولایت ستونزې،غوښتنې او وړاندېزونه یو په یو دمرکزي اړوند وزارتونو،کابېنې او امنیت شوراپورې رسولې او په برخه کې يې تر ډیره مثبتې پایلې هم ترلاسه کړيدي،دکابېنې اته وزیرانودغه ولایت ته خپل سفرونه ترسره کړې دي،چې هر یو ېې له نږدې د لغمان میشتو ولسونوستونزې او غوښتنې اوریدلي اودژر حل په برخه کې يې ژمنې کړي دي،خوشبختانه د وزیرصاحبانو ژمنې یوازې ژمنې نه دې پاتې شوې بلکې هر یو يې په خپله برخه کې تر ډیره بریده تطبیقي ګام هم پورته کړی دی.

دسراج تاریخي کلا چې دمهترلام ښآر په زړه کې موقعیت لري، په  ۱۳۹۵ کال کې به يې دبیا جوړیدو په برخه کې عملي اقدامات ترسره  او یوځل بیابه دغه کلا دپخوا په څېر په ښکلې بڼه ورغول شي،ددې ترڅنګ دلغمان ادارې ددغه ولایت زراعتي ودې ته هم اساسي توجه اړولې او دهمدې هڅو په لړ کې يې دشاهي کانال دسترې ،اقتصادي او له اهمیته ډکې پروژې د چارودپيلیدو په برخه کې هم  مثبت ګامونه پورته کړي چې په دې برخه کې دلغمان د ولس سره دهېواد جمهور رئیس هم ژمنه کړې چې دغه ستره پروژه به ورته ژر تطبیقوي.

دشاهي کانال شاوخوا ۴۳ کیلومتره اوږد والی لري ،چې په کیندلو سره به يې د ۲۵ زروڅخه تر ۲۷ زرو  هکتاره ځمکه خړوبه  او ددغه کانال په کیندلو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه  هم برابره شي.

که په لنډه ووایم دلغمان لپاره وروستۍ میاشتې  دنورو په پرتله دپسرلي په  مثال وې،شاوخوا د (۲۱۹،۸) میلیونه افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او  همدا شېبه څلور ویشت نورې  پروژې د (۷۰۸،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت بیا  تر کار لاندې دي اود شاهي کانال په څېر دیوشمېر سترو پروژو د چارو دژر پيلیدا لپاره کړندۍ هڅې روانې دي.

عابد