کور / تازه خبرونه / دزابل امنيتي چارواکي وايي، په مرکز کلات کي يې په سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول

دزابل امنيتي چارواکي وايي، په مرکز کلات کي يې په سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول

دزابل امنيتي چارواکي وايي، په مرکز کلات کي يې په سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول. زابل ولايت چارواکي وايي، له دغو نشه يي توکو سره په تړاو څلور تورن کسان هم نيول سوي،  چي ترپوښتنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل سي.

 ددې ولايت د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني پراهي وايي، ياد نشه يي توکي ټول هيروين دي، چي وزن يي ۲۰۰  کيلوګرامو ته رسېږي.

دده په خبره، يادمواد په يوه  بينس موټر کي د اوړو دبوجيوسره په ډېرمهارت سره ځاي پرځاي سوي او دکابل څخه کندهار ولايت پر لوري وړل کېدل، چي د دوی دپوليسو له لوري د سينک دتلاشۍ پرځنځير ونيول سو.

 د امنيت امر وايي، چي په دې تړاو يې څلور تورن کسان هم نيولي، چي ترپوښتنو وروسته به عدلي اوقضايې ارګانونو ته وسپارل سي.

صدیق الله پوپل