کور / شعر / زه وعده پر ځای کوم هېره مي نه يې

زه وعده پر ځای کوم هېره مي نه يې

غزل
زه وعده پرځای کوم هېره مي نه یې
پر لمبو درته درځم هېره مي نه یې

چي وروستۍ سلګۍ وهم تا یادومه
پر بڼو دي زنګوم هېره مي نه یې

ستاپه لاس کي تر منزله پوري پلونه
په سکروټو کي ایږدم هېره مي نه یې

پر لمبو به دي کړېږمه ترمرګه
خپل وزر کبابوم هېره مي نه یې

پس له مرګه به دي لاري روڼومه
تر مزاره دي راوړم هېره مي نه یې

ستا د میني د تور فخر مي نصیب سو
دار په غاړه کي دروړم هېره مي نه یې

لکه روح د جهاني قلم ته راغلې
دا وروستۍ غزل لیکم هېره مي نه یې.

د ۱۳۹۵، حمل میاشت
کابل وزیر محمد اکبر خان مېنه

عبدالباري جهاني