کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي امنيت رياست يو خطرناک چرکي نيولی دی

کندهار: ملي امنيت رياست يو خطرناک چرکي نيولی دی

د کندهار ملي امنيت رياست د عبدالغني په نوم چرکي چي په دغه ولايت کي يې د حکومت مامورين په ويشتلو تورن وو، له يوې توپنچې سره يو ځای ونياوه.NDS
د ملي اميت د خبرپاڼي له مخي دغه چرکي څه وخت مخکي د ۱۳مي امنيتي حوزې اړوند په چوڼۍ کي يوه ښځينه پوليسه او د ډنډ ولسوالۍ په کارېز سيمه کي يو نارينه پوليس ترور کړي دي.

لراوبر ته له ملي امنيت څخه د رارسيدلي خبرپاڼي له مخي د يادو پوليسو تر ويشتلو وروسته موضوع د کندهار د ملي امنيت رياست له خوا تعقيب سوه او بالاخره تر تثبيت وروسته دغه خطرناک چرکي له يوې توپنچې سره  ونيول سو.

ملي امنيت وايي د عبدالغني په نوم دغه کس پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا يې منلې چي په دغه ولايت کي يې ترهګريز بريدونه کول.