کور / تازه خبرونه / کابل:په ده سبز ولسوالۍ کې حقاني ډلې د وسلو او مهماتو پټن ځای کشف سو

کابل:په ده سبز ولسوالۍ کې حقاني ډلې د وسلو او مهماتو پټن ځای کشف سو

NDS ملي امنيتد ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په تره خېلو کلي د یو لړ عملیاتو پر مهال حقاني ډلې ته اړوند د وسلو او مهماتو یو پټن ځای کشف او له هغه یې:

–      دوه RPG7 راکټونه او د هغو ۴ مرمۍ

–      یوولس کړۍ مقناطیسي ماینونه

–      ماینونو ته د چاودنې ورکولو اوولس برېښنايي کپسولونه

–      یوه اندازه نور چاودېدونکي توکي

–      د ماینونو درې ټسټرونه

–      او شپږ نوکیا موبایلونه ترلاسه کړي دي.

له ملي امنيت څخه لراوبر ته په رسيدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني ډلې هوډ درلود له یادو وسلو او مهماتو څخه په ګټنې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر ترهګریز او ورانکاري بریدونه ترسره کړي چې له نیکه مرغه د ملي امنیت لوی ریاست بیدارو منسوبینو له خوا د دوی دغه شوم پلان شنډ شو.

د قضیې سره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.